ميدانښار، جلال اباد، کندهار (پژواک، ۲۷ وری۹۳): چارواکي وايي چې په ميدان وردګو ولايت ديوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نرخ ولسوالۍ په اندړو سيمه کې امنيتي ځواکونو تېره شپه عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د ملا رحمت الله په نوم يو قوماندان او د هغه ملګری ملا شريف وژل شوي.
د هغه په وينا، همدا راز د دايميرداد ولسوالۍ په احمدخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې يو وسله وال مخالف وژل شوی او يو بل ټپي دی .
د خوږياڼي په وينا، امنيتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په فقيري سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين ټپيان شوي او د هغوی دوه موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
هغه وايي چې په ترسره شوو عملياتو او نښته کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبر له مخې، په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه پرون مازديګر د ارغنداب ولسوالۍ په پودينه سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه موټر شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي .
بلخوا په لغمان ولايت کې د تندر پرېوتو له امله يوه ماشومه مړه او يو هلک ټپي دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ددې ولايت د الينګار ولسوالۍ په مسکين اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن