ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بـټي کوټ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو

د بـټي کوټ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو

author avatar
16 Apr 2015 - 11:50
د بـټي کوټ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو
author avatar
16 Apr 2015 - 11:50

جلال اباد (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى دى.

د ننګرهار د ولايت وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په نهو بجو د بټي کوت ولسوالۍ د درېيم فارم په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان کاتب باندې وسله وال بريد کړى او هغه يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې  دوه ملکي وګړي ټپيان دي چې نږدې روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په ګڼ شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.