ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د کابينې تر ټاکلو وروسته د سولې پروسه پيلېږي

مجاهد: د کابينې تر ټاکلو وروسته د سولې پروسه پيلېږي

author avatar
16 Apr 2015 - 17:40
مجاهد: د کابينې تر ټاکلو وروسته د سولې پروسه پيلېږي
author avatar
16 Apr 2015 - 17:40

جلال اباد (پژواک،۲۷ وری ۹۴): د سولې عالي شورا سرپرست وايي، د کابينې تر ټاکلو وروسته به د حکومت لومړی کار د سولې لپاره هلې ځلې وي.

د يادې شورا سرپرست مولوي عبدالحکيم مجاهد د وري په ٢٧مه، جلال اباد کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې ولسمشر د سولې په مسئله کې هغه هېوادونه راښکېل کړي، چې په سيمه کې به د خپلو اقتصادي ګټو لپاره سوله عملي کړي.

دى وايي: ((ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چې سوله ورته لومړيتوب لري، کله چې کابينه وټاکل شي، د سولې لپاره به د اساسي ګامونو اخيستل پيل شي؛ زه باور لرم چې سوله راځي؛ اوس د دې وخت را رسېدلی چې دولت او وسله وال مخالفين د سولې خبرو ته کېني او پر خپلو اختلافاتو سره خبرې وکړي.))

هغه د پيلېدونکو خبرو د څرنګوالي په تړاو څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: ((نن سبا د نړۍ لپاره غټه مسئله د هغوی اقتصادي ګټې دي؛ د پاکستان لپاره د ټاپي او برېښنا پروژې چې له افغانستانه تېرېږي، ډېرې اړينې دي؛ دا پروژې د دواړو  هېوادونو او سيمې  لپاره ګټې لري او کله چې د افغانستان او پاکستان ګټې سره شريکې شي، هغوی خپله غواړي چې دلته سوله راشي.))

د سولې شورا دې لوړپوړي چارواکي وويل، چې د سيمې هېوادونه اوس په دې راضي شوي، چې په افغانستان کې سوله عملي شي او د ده په وينا، وسله وال طالبان هم دې پايلې ته رسېدلي چې سوله راشي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((طالبان وايي چې جګړه په موږ تحميل شوې، هغوی اصلاً د جګړې د پيل دعوه نه لري، دوی هغه مهال سولې ته چمتو کېږي، چې د خبرو لپاره ورته د اعتماد فضا رامنځ ته شي او تراوسه د اعتماد  لپاره کافي فضا ورته وجود نه لري؛ خو د ولسمشر غني په هڅو په سوله کې د سيمې د هېوادونو او چين رادخيلول به پاکستان، چين او د سيمې هېوادونه، وسله وال مخالفين اړ کړي چې سولې ته قانع شي؛ د سولې په پروسه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ اختلافات په لوړه کچه نه دي، چې ناحل پاتې شي، ولې غټه مسئله بې اعتمادي ده.))

د ده په وينا، د سولې شورا کولای شي د سولې د خبرو اترو پر مهال د ښکېلو غاړو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کړي او هم د اختلافي مسايلو په هواري کې مرسته وکړي.

زيرک فهيم

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.