شبرغان (پژواک ٢٨ورى ٩٤): په جوزجان ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ٢٠ طالبان او يو د پوليسو افسر وژل شوي دي.
پوليس وايي چې تېره ورځ د اريغ ولسوالۍ په جنګل او د آقچه ولسوالى د مرديان او بيش کپه په سيمو کې وسله والو طالبانو پوليسو او ملي اردو ته کمين نيولى و.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجانى پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه د طالبانو له دغه کمين څخه مخکې خبر و او له خماب ولسوالۍ څخه د بېرته راتګ پرمهال د وسله والو طالبانو سره په نښته کې ښکېل شول .
د جوزجاني په وينا، چې په دې نښته کې شل وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه جګړه کې د خانقاه ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري نقیب الله په ګډون ١٣وسله وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغه جګړه کې د نظم عامه د کنډک يو افسر هم وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، چې د دوه وسله والو مخالفينو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او نور جسدونه وسله والو له ځان سره وړي دي.
د اقچې ولسوال رحمت الله حشر پژواک ته وويل چې دغې جګړې تر تېر ماښام پورې دوام درلود .
ده زياته کړه چې اوس وضعيت ښه شوى او عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوى اته تنه وسله وال ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن