ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي

په جوزجان کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
17 Apr 2015 - 13:56
په جوزجان کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
17 Apr 2015 - 13:56

شبرغان (پژواک ٢٨ورى ٩٤): په جوزجان ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ٢٠ طالبان او يو د پوليسو افسر وژل شوي دي.

پوليس وايي چې تېره ورځ د اريغ ولسوالۍ په جنګل او د آقچه ولسوالى د مرديان او بيش کپه په سيمو کې وسله والو طالبانو پوليسو او ملي اردو ته کمين نيولى و.

 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجانى پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه د طالبانو له دغه کمين څخه مخکې خبر و او له خماب ولسوالۍ څخه د بېرته راتګ پرمهال د وسله والو طالبانو سره په نښته کې ښکېل شول .

د جوزجاني په وينا، چې په دې نښته کې شل وسله وال وژل شوي دي.

 هغه زياته کړه چې په دغه جګړه کې د خانقاه ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري نقیب الله  په ګډون ١٣وسله وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

 ده وويل چې په دغه جګړه کې د نظم عامه د کنډک يو افسر هم وژل شوى دى.

 د نوموړي په وينا، چې د دوه وسله والو مخالفينو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او نور جسدونه وسله والو له ځان سره وړي دي.

 د اقچې ولسوال رحمت الله حشر پژواک ته وويل چې دغې جګړې تر تېر ماښام پورې دوام درلود .

 ده زياته کړه چې اوس وضعيت ښه شوى او عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

 طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوى اته تنه وسله وال ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.