ګردېز (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): دپکتيا امنيتي چارواکي وايي چې زرمت ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان وويل چې بريد نن سهار وختي د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې شوی دی .
نوموړی وايي، په بريد کې څلور وسله وال طالبان چې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو ، وژل شوي دي.
محمد زمان وايي چې په وژل شويو وسله والو کې دوه تنه يې قوماندانان وو .
طالبانو او په خپله بهرنيو ځواکونو تر اوسه پورې ددې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .
زرمت دپکتيا تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې وخت ناوخته په کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن