ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې هوايي بريد څلور وسله وال وژلي

پکتيا کې هوايي بريد څلور وسله وال وژلي

author avatar
17 Apr 2015 - 17:15
پکتيا کې هوايي بريد څلور وسله وال وژلي
author avatar
17 Apr 2015 - 17:15

ګردېز (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): دپکتيا امنيتي چارواکي وايي چې زرمت ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان وويل چې بريد نن سهار  وختي د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې شوی دی .

نوموړی وايي،  په بريد کې څلور وسله وال طالبان چې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو  ، وژل شوي دي.

محمد زمان وايي چې په وژل شويو وسله والو کې  دوه تنه يې قوماندانان وو .

طالبانو او په خپله بهرنيو ځواکونو تر اوسه پورې ددې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

زرمت دپکتيا تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې وخت ناوخته په کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.