ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په چاودنو کې ۳٤ کسان وژل شوي او ۱۲۷ ټپيان دي

د ننګرهار په چاودنو کې ۳٤ کسان وژل شوي او ۱۲۷ ټپيان دي

author avatar
18 Apr 2015 - 13:10
د ننګرهار په چاودنو کې ۳٤ کسان وژل شوي او ۱۲۷ ټپيان دي
author avatar
18 Apr 2015 - 13:10

جلال اباد (پژواک ۲۹ وری ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د درېيو پرله پسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۳٤ کسان ووژل شول او ۱۲٧ نور ټپيان شوي شول، چې د دوو پېښو مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستى دى.

لومړۍ پېښه سهار کابو اته بجې د جلال اباد ښار د "ډولکي بابا زيات" کې وشوه، چې له امله يې د زيات د ساتونکي په وينا، دوه ماشومان ټپيان شوي دي؛ دويمه پېښه د ښاروالۍ رياست مخامخ د نوي کابلبانک د تلاشۍ په دروازه کې د ځانمرګي بريد له امله وشوه، چې ۳٤ کسان په کې ووژل شول او ۱۲٢ نور ټپيان شوي؛ درېيمه پېښه په يوه فيلډر موټر د چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې ٣ ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي، نن د وري په ۲۹مه، تر پېښې وروسته په خبري کنفرانس کې وويل چې د "ډولکي بابا زيات" په پېښې کې يواځې زيات لږ زيانمن شوی، خو تلفات نه لري.

خو د سيمې اوسېدونکي او د ياد زيات يوه ساتونکي محمود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې پېښه کې يې د کورنۍ دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند وايي: ((د نوي کابلبانک د دروازې مخې ته د موټرسايکل په وسيله ځانمرګی شوی او همدا شان د بهسودو ولسوالۍ اړوند د تعميراتو لېسې ته څېرمه په لويه لاره په فيلډر موټر کې د چسپکي ماين چاودنه شوې، دې پېښو کې ۳٤ کسان وژل شوي او ۱۲۵ ټپيان دي.))

د والي وياند وايي، د ټپيانو له ډلې ۵۶ په روغتون کې دي او پاتې يې تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو د ۱۴ ټپيانو روغتيايي حالت خراب دی.

د والي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي د کابلبانک په پېښه کې د قرباني کسانو په ډله کې يو شمېر نظامي سرتېري، چې د معاشونو اخيستلو ته ورغلي وو، شامل دي، وويل: ((د پېښې ټول قربانيان په ملکي جامو کې دي، موږ په دې تړاو څېړنې پيل کړي، چې معلومه کړو چې امنيتي سرتېري په کې شته که نه؟ خو لومړي معلومات دا دي، چې د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.))

د ښاروالۍ مخې ته د نوي کابلبانک څانګه د کامران په نامه په يوه مارکيټ ده، دغلته د ښاروالۍ لپاره د عريضو ليکنو تر څنګ ډېر شمېر کسان په کوچنيو غرفو کې صرافي کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.