کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٤): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې هغه ځانمرګى بريد په پراخه کچه وغندل شو چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه ځانمرګى بريد چې د يوه موټرسايکل بم په وسيله د وري په ٢٩مه سهار شاوخوا اته بجې د کابل بانک مخې ته وشو، په ترڅ کې يې ٣٣ کسان ووژل شول او ١٠٥ نور ټپيان شول.
د دې تر څنګ په ننګرهار ولايت کې دوه نورې چاودنې هم شوې چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر دولتي چارواکو، ناټو، يوناما، پاکستان، برېتانيا، هندوستان او يو شمېر نورو نړيوالو او ملي ټولنو دغه بريد په کلکه غندلى دى.
له ارګه پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د جلال اباد بريد پر کلکو ټکو غندلى دى.
ولسمشر په ښارونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو عامو ځايونو کې د ترهګريزو بريدونو ترسره کول د هغو ډارنو او بې غيرتو ترهګرو کار وباله چې له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او له دې لارې غواړي په ټولنه کې وېره او وحشت رامنځته کړي.
هغه زياته کړې، د رټل شوو ترهګرو له خوا د دې ډول غير انساني او غير اسلامي اعمالو ترسره کول به د دوی پرخلاف د افغانستان د مسلمانو خلکو کرکه او نفرت لا زيات کړي.
ولسمشر اشرف غني پر دې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې، وژل شوو کسانو ته د له خدايه د بښنې او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا دعا کړې ده.
بلخوا ملګرو ملتونو هم د جلال اباد بريد غندلى دى، په کابل کې د دې ادارې د دفتر (يوناما) لخ خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په سيمو کې دا ډول بريدونه ترسره کول، د جنګي جرمونو په سر کې راځي.
په افغانستان کې د يوناما مشر نيکولاس هيسم ويلي، څوک چې په دې ډول بريدونو کې لاس لري، بايد ورسره حساب کتاب وشي.
دغه راز په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت (پرېکنده ملاتړ) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د جلال اباد بريد غندل شوى او دا يې يو وېروونکى بريد ګڼلى دى.
سرچينې زياته کړې چې د افغانستان د حکومت د دښمنانو دغه ډول بريدونه ښيي چې هغوى انسانيت ته هېڅ ډول درناوى نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن