ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيد سادات منصور نادري د ښار جوړونې وزير شو

سيد سادات منصور نادري د ښار جوړونې وزير شو

author avatar
18 Apr 2015 - 14:36
سيد سادات منصور نادري د ښار جوړونې وزير شو
author avatar
18 Apr 2015 - 14:36

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٣): د ښار جوړونې کانديد وزير سيدسادات منصور نادري د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

حکومت ١٦ نوماند وزيران د روانې مياشتې په ١٢مه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي او ولسي جرګې نن ورته د رايو صندوقونه کېښودل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣٨ تنه حاضر وو او نوماند وزير بايد د بريا لپاره ١٢٠ رايې ترلاسه کړې واى.

د ښارجوړونې وزارت لپاره نوماند سيدسادات منصور نادري د ٢٠٢ موافقو، ١٨ مخالفو، ١٠ سپينو او ٤ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.

نوي حکومت چې د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې يې کار پيل کړى، يو ځل د مرغومي په ٢٢ مه ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک نوماند مشران ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل.

خو له دې ډلې يواځې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې، حج ارشاد او اوقافو، کانونو، عامې روغتيا او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کانديد وزيرانو او د ملي امنيت کانديد له جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

پاتې نورې ادارې تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او په دويم ځل د ملي دفاع وزارت لپاره تر اوسه څوک نه دي نوماند شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.