غزني (پژواک، ٢٩ ورى ٩٤): چارواکي وايي چې طالبانو نن سهار د غزني ښار په منګور سيمه کې درې کسان د يوې قابلې او د هغې د مېړه د وژلو په جرم اعدام کړل.
دا قابله او د هغې مېړه زکريا تېر کال په کب مياشت کې د منګور سيمه کې په خپل کور کې د غلو له خوا وژل شوي وو.
غلو سره زر او پيسې له کوره وړې وې، وروسته طالبانو درې کسان د همدې غلا او وژنو په تور ونيول.
د منګور سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو په غلا تورن کسان نن سهار اته بجې په عام محضر کې اعدام کړل.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ د دغو کسانو اعدام تاييدوي.
د منګور سيمې اوسېدونکى جمشېد وايي چې طالبانو دوه ورځې وړاندې خلک خبر کړي وو چې د شنبې په ورځ د قابلې او د هغې د مېړه قاتلان اعداموي.
هغه وويل چې د سيمې سلګونه اوسېدونکي د اعدام ليدو ته ورغلي وو.
د طالبانو وياند ذبيح الله پژواک ته وويل چې پر غلا تورن کسان شل ورځې مخکې نيول شوي وو او پر خپل جرم يې اعتراف کړى و.
هغه وويل دا چې د قابلې کورنۍ هغوى ته بښنه ونه کړه، نو نن يې اعدام کړل.
اعدام شوي کسان محمدعارف، محمد انور او فضل احمد نومېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن