کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په دوو جلا هوايي بريدونو او د ماين په چاودنه کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې لومړى بريد تېره شپه د خوشامند ولسوالۍ په معروف کلي کې شوى چې شپږ وسله وال يې ځاى پر ځاى وژلي دي.
پيرخېل همدراز وويل چې دويم هوايي بريد د يوسف خېلو ولسوالۍ په خيربين سيمه کې شوى دى.
د نوموړي په وينا، دوه وسله وال طالبان هغه مهال په نښه شول چې غوښتل يې پر سړک ماين خښ کړي.
پيرخېل وايي چې طالبانو د خپلو ملګرو جسدونه له سيمې لېږدولي دي.
د ولايت وياند همداراز يادونه وکړه چې نن سهار د وړممۍ ولسوالۍ په سپينه ژامه سيمه کې افغان ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د وسلو يو پټنځاى کشف کړى او يوه اندازه سپکه او درنه وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.
د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي هم هوايي بريد او په ترڅ کې يې د طالبانو وژل کېدل تاييدوي، خو د وژل شوي د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار په وازېخوا ولسوالۍ کې د يوه سرګروپ په ګډون درې طالبان د خپل ماين ښکار شوي دي.
پيرخېل وايي چې پېښه د دې ولسوالۍ د ګوشتې په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو غوښتل پر لويه لار ماين خښ کړي.
هغه وويل چې د خښولو پر مهال ماين چاودېدلى او د طالبانو د سرګروپ عادل په ګډون درې وسله وال يې وژلي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن