ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دين محمد: بهرنۍ استخباراتي کړۍ د سولې د سبوتاژ کولو هڅه کوي

دين محمد: بهرنۍ استخباراتي کړۍ د سولې د سبوتاژ کولو هڅه کوي

author avatar
19 Apr 2015 - 17:22
دين محمد: بهرنۍ استخباراتي کړۍ د سولې د سبوتاژ کولو هڅه کوي
author avatar
19 Apr 2015 - 17:22

جلال اباد (پژواک،۳۰ وری ۹۴): د ننګرهار د پېښې لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ څېړونکی پلاوی وايي چې بهرني استخبارات د يو شمېر داخلي کړيو په مرسته د خونړۍ پېښو په ترسره کېدو د سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅه کوي.

تېره ورځ (د وری ۲۹مه) د جلال اباد ښار د مخابراتو څلورلارې ته څېرمه د نوي کابلبانک په دروازه کې ځانمرګی بريد وشو چې ۳۵ کسان په کې ووژل شول او ۱۲۴ نور ټپيان شول.

دغې پېښې په نړيواله کچه غبرګونه راپارولي او ولسمشرۍ ماڼۍ هم جلال اباد ته د حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ پلاوی لېږلی څو د پېښې او امنيتي وضعيت جاج واخلي او د قربانيانو له کورنيو سره وګوري.

ياد پلاوي د وري په ۳۰مه د ننګرهار ولايت د چارواکو په ګډون د ولايت په مقام کې د پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو ته د ډاډګېرنې پيغام وړاندې کړ او د وژل شوو کسانو فاتحه يې واخيسته.

په دې فاتحې کې د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي مشر او د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد، د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امين وقاد، د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي محمد ظاهر قدير او يو شمېر ځايي چارواکو او خلکو برخه لرله.

د دغه پلاوي يوه غړي حاجي دين محمد د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: (( ننګرهار ته په دې موخه راغلي يو چې له قرباني کورنيو سره غمشريکي وکړو، د ټپيانو د درملنې څرنګوالی وګورو او د امنيتي وضعيت په اړه له ځايي چارواکو سره سلا مشورې وکړو.))

هغه زياته کړه، حکومت د ننګرهار پر وضعيت پوهېږي او ډېر ژر به دغه ولايت ته د والي د رالېږلو تر څنګ د امنيتي ادارو په تقويت کې اقدام وکړي، خو هغه په دې تړاو نور څه ونه ويل.

ولسمشر غني ته دې نږدې چارواکي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا چې وسله والو د دې پېښې مسووليت نه دی اخيستې په دې کې خبره شته، هغه دا چې ځينې بهرني استخباراتي کړۍ غواړي د سولې پروسه سبوتاژ کړي، تاسو د ننګرهار خونړۍ پېښه وګورئ، د بدخشان پېښه وګورئ نو دا د دې لپاره هڅې دي چې د سولې مخه ونيسي، يو شمېر کسان چې وېره لري يانې هغوی چې غله دي او له قانونه سرغړوونکي دي، ښه حکومت نه غواړي ځکه ډارېږي نو دغسې ځينې داخلي کړۍ له بهرنيو استخبارتو سره داسې پېښې ترسره کوي.))

د ياد پلاوي مشر حضرت عمر زاخېلوال د فاتحې په مراسمو کې وويل: ((وايي چې د پرونۍ پېښې مسووليت داعش پر غاړه اخيستى نو وګورو چې دا څوک وو؟ خو تاسو ته معلومه ده او څېړنې ښيي چې داعش د اسرايلو پروژه ده چې په اعراق او سوريه کې يې ډېر انسانان ووژل د تور سرو مسلمانو مېرمنو د خرڅلاو بازارونه يې جوړ کړي او پردۍ خويندې او ميندې په ۱۰ او ۲۰ ډالرو پلوري، نو دغسې کسانو ته په لمن کې ځای ورکول ښه نه دي او بايد د دې لپاره ګډ اقدام وکړو.))

بلخوا د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير د غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د پېښې د قربانيانو د ليدلو په موخه راغلی او د ولس د استازي په توګه دا پېښه غندني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.