کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): د ولسي جرګى لومړى مرستيال او د دې جرګې يو شمېر غړي د کابل - جلال اباد په لويه لاره کې له وسله وال بريده روغ وتلي دي.
دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې راغلي، چې د ولسي جرګې د تلوېزون له لوري خپره شوې ده.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير او په دې جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ميرويس ياسيني او حضرت علي له جلال اباد کې د پرونۍ پېښې د څېړنې لپاره، دې ولايت ته روان وو، چې د لارو په اوږدو کې د وسله والو له خوا له کمين سره مخامخ شول.
تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د يوه موټرسايکل بم په وسيله ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ٣٥ تنه ووژل شول او ١٢٤ نور ټپيان شول. د دې تر څنګ په همدې ولايت کې دوه نورې چاودنې هم شوې، چې په ترڅ کې يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، په دې پېښه کې يادو درېيو تنو ته زيان نه دى اوښتى او بريد د امنيتي ځواکونو او د هغوى د ساتونکو له لوري په شا تمبول شوى او وسله وال د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
ولسي جرګې ياده پېښه غندلې او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي، چې عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
سرچينه کاږي، ولسي جرګې د هېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د کابل – جلال اباد د لويې لارې امنيت ټينګ کړي.
د ولسي جرګې د وکيل ميرويس ياسيني د کورنۍ يو تن غړي الهام ياسيني هم منلې چې ميرويس ياسيني نن جلال اباد ته په لاره له بريده روغ وتلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن