ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد نبي عيسى خېل استعفى ورکړه

محمد نبي عيسى خېل استعفى ورکړه

author avatar
19 Apr 2015 - 18:17
محمد نبي عيسى خېل استعفى ورکړه
author avatar
19 Apr 2015 - 18:17

کابل ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل له خپلې دندې څخه استعفى ورکړې ده.

نبي عيسى خېل د وري په ٣٠مه، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د افغانستان کرکـټ بورډ په نامه خپله استعفى ليک خپور کړى دى.

هغه ليکلي : (ما د لوبډلمشر په توګه دوه کاله دنده ترسره کړه، تر وروستي بريده مې هڅه وکړه، چې هېواد او ملي لوبډلې ته برياوې ور په برخه کړم.))

نبي عيسى خېل پر دې وياړ څرګند کړى چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې په کمه موده  او کمو امکاناتو د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره  ومونده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې يې دى او لوبډله په ځينو لوبو کې ښه نه دي ځليدلي، نو ځکه يې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه يې غوښتي چې ددې استعفى ومني.

هغه دغه راز ويلي چې غواړي په ملي لوبډله کې د يوه عادي لوبغاړي په توګه خپلې لوبې ته ادامه ورکړي.

پخواني کپتان زياته کړې، دى تيار دى چې له نوي لوبډلمشر سره خپلې تجربې شريکې کړي .

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک هم د نبي عيسى خېل د استعفى خبره تاييدوي او زياتوي چې هغه به سبا د يوه کنفرانس له لارې په رسمي توګه دغه اعلان وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې نبي عيسى خېل د افغانستان پياوړى لوبغاړى دى او د  هېواد لپاره يې ډېرې برياوې او وياړونه ګټلي دي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي توګه د نوي کپتان په اړه څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي، چې ملي لوبغاړى اصغر ستانکزى د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.