جلال اباد (پژواک،۳۰ وری ۹۴): د ننګرهار ولايت مدني فعالانو د جلال اباد د پېښې د غندنې ترڅنګ له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه ډېره کړي.
دغو مدني فعالانو د وري په ٣٠مه د سوله ييز لاريون په ترڅ کې د جلال اباد ښار د شېرزي له لوبغالي د تېرې ورځې د پېښې سيمې ته ورغلل او د پېښې قربانيانو ته يې دعا وکړه.
د وري په ۲۹مه د جلال اباد ښار د ښاروالۍ رياست ته څېرمه او د نوي کابلبانک په دروازه کې ځانمرکی بريد وشو چې په کې ۳۵ کسان ووژل شول او ۱۲۴ نور ټپيان شول.
د لاريون کوونکو په استازيتوب د ملي تحريک مشر استاد محمد اسمعيل يون پرېکړه ليک ولوست چې په کې راغلي وو: ((د جلال اباد پېښه غندو او قربانيانو ته يې د شفا غوښتنه کوو، حکومت بايد د داسې پېښو مخه ونيسي، په زابل کې تښتول شوي ۳۱ کسان دې راخوشي شي، په هېواد کې دې په ريښتيا ملي وحدت رامنځ ته شي.))
په پرېکړه ليک کې راغلي: ((موږ ته دوه سرى حکومت د منلو نه دی، دا د اساسي قانون خلاف دی، موږ په هېواد کې يواځې جمهوري حکومت غواړو.))
د ننګرهار د اصنافو ټولنې غړي غني خان لېوني پژواک اژانس ته وويل، نن د ننګرهار په لسګونه خلک راغلي او د تېرې ورځې خونړۍ پېښه غندي او له حکومته غواړي چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ولسمشره ډېر خپه يو، د بدخشان پېښې ته ولاړ، د پنجشېر د طبيعي پېښې لپاره يې ملي ماتم اعلان کړ خو زما ټول ننګرهار په وينو رنګ دی، ولې بې پروا ايران ته ولاړ . ولې ولسمشره! ولې زموږ وينې ارزښت نه درته لري.))
د ننګرهار د مدني ټولنې فعال عبدالبصير سباوون پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد په پېښه کې ډېر قربانيان ځايي ولسي وګړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن