ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو او امريکا د جلال اباد پېښه وغندله

ملګرو ملتونو او امريکا د جلال اباد پېښه وغندله

author avatar
19 Apr 2015 - 13:44
ملګرو ملتونو او امريکا د جلال اباد پېښه وغندله
author avatar
19 Apr 2015 - 13:44

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): د ملګرو ملتونو سرمنشي او امريکا هم د جلال اباد پرونۍ خونړۍ پېښه په کلکه غندلې ده.

دغه ځانمرګى بريد چې د يوه موټرسايکل بم په وسيله د وري په ٢٩مه سهار شاوخوا اته بجې د کابل بانک مخې ته وشو، په ترڅ کې يې ٣٣ تنه ووژل شول او ١٠٥ نور ټپيان شول.

د دې تر څنګ په ننګرهار ولايت کې دوه نورې چاودنې هم شوې چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د جلال اباد پرونى وحشيانه بريد پر کلکو ټکو غندلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون غوښتنه کړې چې په پرونۍ پېښه کې لاس لرونکي کسان دې  محاکمې ته را کش شي.

بانکي مون  د يادې پېښې له قرباني کورنيو او د افغانستان له حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي له ټولو افغانانو غوښتي چې د سخت دريځۍ او د ترهګرۍ په ردولو سره  دې متحد و اوسي.

بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت هم د يوې خبرپاڼې له لارې يادې پېښه غندلې او د پېښې له قربانيانو سره يې غمرازي ښودلې ده.

د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني غړي او په اروپا کې د سولې د کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد هم ياده پېښه چې په ترڅ کې يې بې ګناه هېوادوال وژل شوي، پر سختو ټکو غندلې ده.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د جلال اباد پېښې د قربانيانو کورنيو ته صبر غواړم، خداى دې نور زموږ پر مظلوم ملت رحم وکړي او هېوادوالو ته نېک او صالح مشرتابه ورپه برخه کړي.))

بلخوا د ايران او ترکيې بهرنيو چاو وزارتونو په جلا جلا خپرو شوو خبرپاڼو کې ياده پېښه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي ښودلې ده.

د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر دولتي چارواکو، ناټو، يوناما، پاکستان، برېتانيا، هندوستان او يو شمېر نورو نړيوالو او ملي ټولنو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.