ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: افغانستان کې د داعش د شتون په اړه بايد کره څېړنې وشي

يوناما: افغانستان کې د داعش د شتون په اړه بايد کره څېړنې وشي

author avatar
19 Apr 2015 - 19:48
يوناما: افغانستان کې د داعش د شتون په اړه بايد کره څېړنې وشي
author avatar
19 Apr 2015 - 19:48

کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): د ملګرو ملتونو سازمان وايي، بايد په دې اړه کره څېړنې وشي، چې د داعش ډله په افغانستان کې شته او که نه هغه پخوانۍ شرخوښوونکې ډلې د داعش له نوم څخه په ګټې اخيستو بريدونو او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نيکولاس هيسم، چې نن په کابل کې په خبري ناسته کې خبرې کولې، زياته يې کړه، د دې ترڅنګ چې پرون په جلال ښار کې د رامنځته شوي بريد مسووليت د داعش ډلې په غاړه اخيستى، خو بيا هم اړينه ده، چې په دې اړه کره څېړنې وشي، چې ايا په رښتيا هم داعش د دا ډول بريدونو تر شا لاس لري او که نه؟

هغه د ياد ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ زياته کړه: "دا چې په افغانستان کې داعش حضور څه ډول دى، په اړه يې بېلابېل نظرونه شته؛ يو شمېر فکر کوي چې وسله وال مخالفين ځانونه له داعش سره تړلي بولي او د داعش تر نوم لاندې جګړه کوي او يو شمېر نور يې بيا بېلابېل نظرونه وړاندې کوي."

په هغه ځانمرګي بريد کې چې پرون په جلال اباد کې د کابلبانک د څانګې مخې ته تر سره شو، په پايله کې يې ٣٥ کسان ووژل شول او له سلو زيات په کې ټپيان شول. دغه راز پرون په همدې ښار يوه بله چاودنه هم وشوه، چې دوه کسان يې ټپيان کړل.

طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي، خو شاهدالله شاهد چې ځان د داعش ډلې وياند بولي، ويلي چې دغه بريد او چاودنه د داعش له لوري تر سره شوې، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر دولتي چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې وړاندې هم، په هېواد کې د داعش ډلې د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي، چې په اړه يې اندېښنې راشوې دي.

ورته مهال په هېواد کې د اوړي موسم په را رسېدو سره، د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي او خلک يې په دې اړه ډېر اندېښمن کړي او د يادو بريدونو ډېرى قربانيان هم ملکي وګړي دي.

په دې اړه د خلکو اندېښنې په داسې حال کې ډېرې شوې، چې ولسمشر اشرف غني پرون ورځ بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له خلکو وغوښتل، چې د داعش او نورو بهرنيو ډلې پر وړاندې "ملي جهاد" وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي د ملکيانو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو په اړه وويل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستيال پلاوي دفتر څو ځلې اعلاميې خپرې کړې او په دې اړه يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

هغه زياته کړه: "په ځينو مواردو کې موږ ويلي، دا ډول قضيې چې د بې ګناه وګړو د وژل کېدو لامل ګرځي، بايد د جګړې جرمونه او د بشريت پر وړاندې جنايت وبلل شي او موږ هم په دې ټينګار کړى، څوک چې په دا ډول کړنو لاس پورې کوي او بې ګناه وګړي وژني، يوه ورځ بايد د خپلو عملونو حساب ورکړي."

هيسم وويل، تر کومه چې دغه موضوع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستيال پلاوي دفتر (يوناما) پورې اړوندېږي، بيا بيا هڅه کوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ټينګه کړي او په دې اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشرې په دغه ناسته کې وويل، په هېواد کې وروستي بريدونه چې له امله يې بې ګناه وګړي وژل شوي، د اندېښنې وړ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.