مهترلام ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د ترهګرو د يوې ډلې له نيولو سره يې د ځانمرګي بريد هڅه شنډه کړې ده.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لغمان ولايت کې د ملي امنيت، ملي پوليسو او ملي اردو ځواکونو په ګډو هلو ځلو او د برياليو عملياتو په پايله کې د ترهګرو يوه ډله نيول شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې ددې ډلې مشري د فضل الحق په نامه ديوه تن پر غاړه ده چې د قاري غازي د ډلې کسان دي او پلان يې درلود، چې په مهترلام ښار کې ځانمرګى بريد ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر سايکلونه، له چاودېدونکو توکو ډکه ګاز ډبله او نور وسايل ترلاسه کړي دي.
ملي امنيت وايي چې ددې ډلې او توکو له نيولو سره په دغه ولايت کې يې د خونړي ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم پژواک ته تاييد کړه، چې ګډو ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ياد کسان او له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلونه نيولي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن