ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې ۱۹ ماين پاکان تښتول شوي

په پکتيا کې ۱۹ ماين پاکان تښتول شوي

author avatar
19 Apr 2015 - 18:21
په پکتيا کې ۱۹ ماين پاکان تښتول شوي
author avatar
19 Apr 2015 - 18:21

ګردېز ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : د پکتيا ولايت چارواکي وايي ،چې  په دغه ولايت کې ۱۹ تنه ماين پاکان د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالوالي سهي د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د(سټارلېنګ) ماين پاکۍ د موسسې غړي دي، چې د مرکز ګردېز اړوند سوېل ختيځ ته د سروړي په سيمه کې په کار بوخت وو.

نوموړی وايي ،کوم معلومات چې تر اوسه پورې دوی ته رسيدلي دغه کسان وسله والو د زرمت ولسوالۍ دشاهي کوټ سيمې ته بيول شوي دي .

دی وايي چې له تښول شويو کسانو سره څلور عرادې د ماين پاکۍ موټر هم وسله والو له ځان سره بيولي دي .

د سهي په خبره ، نن ورځ دهوا دخرابوالي له امله امنيتي ادارې ددوی په خلاصولو او پلټلو کې پاتې راغلي خو ددوی د راخلاصون هڅې به روانې وي .

دی وايي ،چې سروړي په سيمه کې دماين پاکۍ ټول ۳۶ کسان په کار بوخت وو ،چې د وسله والو په ورتګ ځينو ماين پاکانو ځانونه له سيمې څخه خلاص کړي او ۱۹ يې وسله والو ته په لاس ورغلي دي .

خو تر اوسه پورې په خپله دماين پاکۍ ادارې او نه هم کومې ډلې ددې تښتول شويو کسانو په  اړه څه ويلي دي .

له دې وړاندې هم دپکتيا په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې شوي، خو له څه مهال وروسته ماين پاکان  بېرته خوشې شوي دي .

خو په تېر يوه کال کې بيا دا لومړۍ پېښه ده چې په زيات شمېر ماين پاکان د وسله والو له خوا تښتول کيږي .

سټارلېنګ کمپنۍ په دې ورستيو کلونو کې په کار پيل کړی او له دې وړاندې  د همدې ادارې ځينې کارکوونکي په هلمند او نورو ځايونو کې وژل شوي دي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.