ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د دولت د وسلو ګرځولو يو شمېر کارتونه وسله والو مخالفينو تر لاسه کړي

چارواکي : د دولت د وسلو ګرځولو يو شمېر کارتونه وسله والو مخالفينو تر لاسه کړي

author avatar
19 Apr 2015 - 17:53
چارواکي : د دولت د وسلو ګرځولو يو شمېر کارتونه وسله والو مخالفينو تر لاسه کړي
author avatar
19 Apr 2015 - 17:53

کابل ( پژواک، ٣٠ورى ٩٤): حکومتي چارواکي، وايي د دولت د وسلو ګرځولو يو شمېر کارتونه وسله والو مخالفينو تر لاسه کړي او  ځينې بهرنيان چې د هېواد سوېل ته د ناامنيو جوړولو لپاره تللي وو، اوس هڅه کوي چې شمالي ولايتونه ناامن کړي.

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي ، د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد او د ملي امنيت مرستيال حسام الدين حسام هم مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وو،  ترڅو په هېواد کې د نا امنيو د ډېرېدو د عواملو په اړه معلومات ورکړي.

د جرګې يو شمېر غړيو ويل چې په هېواد کې ورځ تر بلې نا امني ډېرېږي او حکومت د عامو خلکو په وژل کېدو يواځې خواشيني څرګندوي او غندي يي.

هغوى نيوکه کوله چې خلک د امنيت د ټينګښت په برخه کې پر امنيتي ځواکونو بې باوره شوي، حکومت د زنځيره يي  قتلونو مخه نه شي نيولى، د جنايي او نورو جرمونو کچه ورځ تر بلې  لوړيږي او د سولې پروسې په اړه هم خلکو ته روښانه معلومات نه ورکول کيږي.

  د ملي امنيت مرستيال حسام الدين حسام په هېواد کې د داعش ډلې په اړه وويل چې طالبانو خپل سپين بيرغونه ښکته کړي او پرځاى يې د داعش توربيرغونه پورته کړي دي.

هغه وايي چې د پروني او ننني طالب ترمنځ توپير يواځې دا دى چې ننني طالب خپل فعاليتونه توند کړي دي .

دى وايي چې له تاجکستان او ازبکستان څخه يو شمير کورنۍ هلمند او زابل ولايتونو  ته راغلي تر څو دغه سيمې ناامنه کړي او اوس  هڅه کوي چې د افغانستان شمالي ولايتونو ته ولاړې شي او هلته هم ناامنۍ جوړې کړي.

 ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل خو ويل کيږي چې په افغانستان کې د  داعش له ډلې سره ځينې بهرني اتباع ملګري دي.

حسام هم وايي چې کشفي او استخباراتي ځواکونه ورځ او شپه پر دنده بوخت دي خو په ځينو ځايونو کې وظيفوي غفلت کيږي .

د هغه دمعلوماتو له مخې افغان امنيتي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې ٧ تنه هغه کسان نيولي چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي. دى وايي چې په دې موده  ٢٣٦ تنه هغه کسان هم نيولي شوي چې په ترهګريزو بريدونو کې يې لاس درلود .

ده په زابل کې د ٣١ برمته شويو مسافرو په اړه وويل چې د خلاصون په موخه يي يو کمېسيون جوړ شوى او هڅه کوي چې  مثبتې پايلې ته ورسيږي .

ده وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښټ او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د جګړې لپاره پوره چمتوالى لري .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.