جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۹۴): چارواکي وايي، د کونړ ولايت د ناو پاس لارې د امنيت خوندي ساتلو په موخه يې په سيمه کې د سرحدي پوليسو نوې پوستې جوړ کړې، څو د وسله والو د ممکنه بريدونو مخنيوی وکړي.
د افغان ګډو ځواکونو له لوري د وري په ۲۷مه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوه پاس لارې د خلاصون په هدف د "ناوه پاس بهاري توفان" په نوم چاڼيز عمليات پيل شول چې تېره شپه دا لاره د چارواکو په وينا، په بشپړه توګه د وسله والو له ولکې وتلې ده.
ناوه پاس لاره چې د کرښې هغې غاړې ته د خيبر پښتونخوا له مومند او خيبر ايجنسيو سره نرانزيټي لاره لري او په ځينو سيمو کې چترال ته هم له دې لارې تګ راتګ کېږي، له څو کلونو راهيسې د وسله والو په ولکه کې وه او تګ راتګ پرې ستونزمن و.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي د وري په ۳۱ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان ګډو پوځيانو له لوري د عملياتو په ترڅ کې دا لاره له سرکاڼو تر ناوه پاس پورې د وسله والو له شتونه پاکه شوې او په عملياتو کې اووه وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((په دغو عملياتو کې له وسله والو ډېرې وسلې او مهمات نيول شوي او په ټولو تصفيه شوو سيمو کې د سرحدي پوليسو نوې پوستې ايجاد شوي، څو دا لاره خوندي کړي؛ ايساف سرتېري په تېرو ۱۴ کلونو کې نه وو توانېدلي چې دلته عمليات وکړي.))
بلخوا د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان لوی پاسوال فضل الدين عيار پژواک اژانس ته وويل: ((د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوه پاس لاره د پيل شوو عملياتو په ترڅ خلاصه شوه، د وسله والو ېو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، وسلې او ماينونه يې نيول شوي دي.))
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند دويم ساتنمن فريدالله دهقان پژواک اژانس ته وويل چې ولايتي اداره په پام کې لري چې د دې لاره د ساتلو لپاره د سرحدي پوليسو څلور پوستې جوړې کړي او همدا شان دې لاره ته په څېرمه سيمو کې سيمه ييز پوليس وګوماري.
نوموړي وويل: ((د ناوه پاس لاره چې له پخوا ترانزيټي لاره ده، په لنډ وخت کې به بېرته د لويو موټر د تګ راتګ لپاره چمتو شي، سړک يې جوړ دی، خو له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ترانسپورټ پر مخ تړلې پاتې وه.))
بلخوا د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېرعالم امله وال پژواک اژانس ته وويل چې په ختيځ د ترانسپورټ سوداګريزه لاره تورخم دی، خو ناوه پاس به د کونړ او نورستان سوداګرو ته ګټه ولري.
ده زياته کړه: ((کونړي او نورستاني سوداګر به له پاکستانه د ناوه پاس په لاره خپل توکي دغو ولايتونو ته وړي، هغه لاره ورته له تورخمه لنډه او ارزانه ده.))
بلخوا د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي چې د ناوه پاس د لارې په خلاصېدو به يې ډېرې ستونزې هوارې شي او د تګ راتګ لګښتونه به يې کم شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن