ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبي: کپتانۍ مې پر لوبې بده اغېزه کړې وه

نبي: کپتانۍ مې پر لوبې بده اغېزه کړې وه

author avatar
20 Apr 2015 - 13:25
نبي: کپتانۍ مې پر لوبې بده اغېزه کړې وه
author avatar
20 Apr 2015 - 13:25

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى له خپلې دندې استعفا ورکړه او په ډاګه يې کړه چې کپتاني يې پر لوبې بده اغېزه کړې وه.

عيسى خېل چې د وري په ٣١مه د افغانستان کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې يې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې خپلې تجربې به له نوي لوبډلمشر يا کپتان سره شريکي کړي.

هغه زياته کړې چې د يوه لوبغاړي په توګه به په ملي لوبډله کې خپلې لوبې ته ادامه ورکوي او هڅه کوي چې هېواد ته نور وياړونه راوړي.

دى وايي: ((له تېرو دوو کلونو راهيسې د ملي لوبډلې د کپتان په توګه يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او ملي لوبډله يې په نړيوال جام کې هم ولوبېده او د نړيوالو له خوا وستايل شول.))

محمد نبي عيسى خېل وويل چې استعفا يې پرته له کوم فشاره په خپله خوښه کړې او په دې پرېکړه کې يې کومه ستونزه نه وه.

نوموړي وويل چې د کپتانۍ له امله تر فشار لاندې و، په دې وروستيو کې يې خپله لوبه هم چندان ښه نه وه او ملي لوبډلې هم  په ځينو لوبو کې ښې لاسته راوړنې نه درلودې.

د هغه په وينا، کومه لوبه يې چې تر کپتانۍ پخوا کوله، د کپتانۍ پر مهال  يې نه شواى کولى.

ده زياته کړه: ((په ملي لوبډله کې د لوبغاړي په توګه زما شتون ما او ملي لوبـډلې دواړو ته ګټور دي.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، محمد نبي عيسى خېل بريالى لوبغاړى وباله او د هغه لاسته راوړنې يې د قدر وړ وبللې.

هغه زياته کړه  چې نبي په خپله خوښه استعفا ورکړې،  تر هېڅ فشار لاندې  نه و او اداره د هغه پر استعفا خپه ده.

دانش وويل  چې په نږدې راتلونکي کې به ټاکنيزه کمېټه د ملي لوبډلې لپاره نوى کپتان وټاکي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس شهزاده مسعود هم د محمدنبي عيسى خېل لاسته راوړنې وستايلې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.