ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو تن خپله ورېندار او يو بل کس ووژل

يو تن خپله ورېندار او يو بل کس ووژل

author avatar
20 Apr 2015 - 19:22
يو تن خپله ورېندار او يو بل کس ووژل
author avatar
20 Apr 2015 - 19:22

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٤): د کابل امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په سروبي ولسوالۍ کې يو تن خپله ورېندار او يو بل کس د ناوړه جنسي اړيکو په تور وژلي دي.

د سروبي امنيه قوماندان سمونوال ميرسلام ادم خېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د سروبي ولسوالۍ په مرکز کې، يو تن په خپل کور کې خپله ورېندار او يو بل سړى د ناوړه جنسي اړيکو د لرلو په تور وژلي دي.

ده زياته کړه، د فيض محمد په نوم يو تن يوه کور ته ورغلى او د دې کورنۍ له يوې ښځې سره د ناوړه جنسي اړيکو په تور ګير شوي، چې په پايله کې يې د دې کور يوه غړي طلامحمد خپله ورېندار او فيض محمد دواړه پر ډزو وژلي دي.

د هغه په وينا، په خپله طلامحمد دوى ته ورغلى او د پېښې په اړه يې دوى خبر کړي، چې وروسته دوى سيمې ته لاړل او دواړه مړي يې عدلي طب ته يوړل، له هغه وروسته هر مړى خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

امنيه قوماندان وايي، طلامحمد اوسمهال په نظارت کې دى او د پېښې دوسيه يې څارنوالۍ ته لېږلې ده.

د سروبي يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط بيا پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ اتفاق جومات ته نږدې د فيض محمد ميازاده په نوم يو تن د عبدالستار نومي کس کور ته ورغلى او د هغه له اينګور سره د ناوړه جنسي اړيکو په تور ګير شوى دى.

د هغه په وينا، د ستار زوى طلامحمد خپله ورېندار او ياد شوى کس پر ډزو وژلي دي.

دى زياتوي، د يادې ښځې خاوند (جمعه ګل) په خپل کور کې نه و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، فيض محمد او عبدالستار کومه خپلوي نه لري، خو د کورونو ترمنځ يې کابو يو کيلومتر واټن موجود دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.