ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټپي ښوونکی: که مړ شم اولادونه او مېرمن مې بې سرپرسته پاتې کېږي

ټپي ښوونکی: که مړ شم اولادونه او مېرمن مې بې سرپرسته پاتې کېږي

author avatar
20 Apr 2015 - 18:42
ټپي ښوونکی: که مړ شم اولادونه او مېرمن مې بې سرپرسته پاتې کېږي
author avatar
20 Apr 2015 - 18:42

جلال اباد (پژواک،۳۱ وری ۹۴): د ننګرهار په پېښه کې يو ټپي سپين ږيرى ښوونکى حنان ګل  د خپلې ۱۱ کسيزې کورنۍ د ګټې وټې لپاره د ژوندي پاتې کېدو هيله لري.

۵۵ کلن ښوونکی حنان ګل د جلال اباد ښار د مجبور اباد لېسې د اجتماعياتو استاد دی چې د شنبې په ورځ د نوي کابلبانک مخې ته په ځانمرکي بريد کې سخت ټپی شوی دی.

په ياد ځانمرګي بريد کې چې د وري په ٢٩مه ترسره شو، ٣٥ کسان وژل شوي او ١٢٥ نور ټپيان شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

  حنان ګل د ۱۲۵ هغو ټپيانو له ډلې يو دی چې د ننګرهار عامې روغتيا په روغتون کې يې درملنه شوې او اوس هم دلته بستر دی، سپينه ږيره او ويښتان  يې د مخ د پوټکي په څېر د بريد پر مهال د اور په لمبو سوځېدلي او په پېښه کې سخت ټپي شوی دی.

نوموړی اوس د ياد روغتون په "ای واټ" کې تر درملنې لاندی دی، دغه واټ ته د مېرمنو د راتګ اجازه نه شته؛ ځکه خو يې  پايوازي د هغه وراره کوي.

دغه ټپي ښوونکي په بستر کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د مخ، ږيره، ويښتان او تر خېټې پورې سوځېدلی يم، يوه پښه مې خوځېږي خو بله په پستې غوښې برخه کې ټپي شوې نه پوهېږم چې زخم به يې څومره وي.))

نوموړی زياتوي: ((اووه لوڼې او يو کشری زوی لرم، ګټه وټه پر ما ده، اصلاً د چپرهار ولسوالۍ يم او دلته مې کور په کرايه نيولى، ژوند ته هيله من يم،له مرګه نه ډارېږم خو که مړ شم نو د زخمونو  د درد په څېر مې دا درد ډېر ځوروي چې بيا به مې اولادونه څه کوي؟))

هغه چې د پوښتنو د ځوابونو پر مهال په ډاډه زړه خبرې نه شواى کولى، وويل: ((د چاودنې له غږه وروسته مې غوږونه درانه شوي، خلک چې خبرې کوي په سم ډول يې نه اورم نو که په لوړ غږ راسره خبرې وکړې پوه به شم.))

استاد حنان ګل ۳۵ کال کېږي چې ښوونکی دی، تر دې مخکې يې د ننګرهار په ډېرو نورو لېسو کې دندې ترسره کړې خو وايي چې تر اوسه خپل کور نه لري چې په کې ووسېږي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې همدا شېبه دې زړه څه غواړي ويې کړه؟ وويل: ((خپل زده کوونکي مې ډېر يادېږي، کاش نن په ټولګي کې وای او درس مې ورکولای، هغه تېره ورځ سلګونه زده کوونکي راغلي وو، دومره خوشاله وم لکه زه چې د افغانستان ولسمشر يم.))

د مجبور اباد لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي محمدياسين پژواک اژانس ته وويل: ((زده کوونکي د ښوونکي حنان ګل په ټپي کېدو ډېر خپه شوي، موږ دعا کوو چې الله يې روغ کړي،  نه يواځې ښه ښوونکی دی، بلکې ډېر نېک انسان هم دی.))

د استاد حنان وراره  عبدالوارث د تره د ټپي کېدو له خبر سره سم د هلمند له ولايت څخه راغلی، وايي چې هلته د ۲۱۵ ميوند قول اردو سرتېری دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.