ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ايران کې د اتو افغانانو  وژونکي دې تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي”

“ايران کې د اتو افغانانو وژونکي دې تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي”

author avatar
21 Apr 2015 - 15:59
“ايران کې د اتو افغانانو  وژونکي دې تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي”
author avatar
21 Apr 2015 - 15:59

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ په ايران کې د وژل شوو افغان وګړو يو شمېر مړي به نن هېواد ته له را لېږدولو وروسته د هغوى کورنيو ته وسپارل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مُستغني نن يوې خبري غونډې ته وويل چې د ايران په زاهدان ايالت کې د انساني قاچاق وړونکو له خوا له وژل شوو اتو افغان وګړو د اوو کسانو مړي موندل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تهران کې د افغانستان سفارت او په زهدان کې جنرال کونسلۍ، په ايران کې له مسوولو ادارو سره په همغږۍ د جسدونو د تثبيت او ټولو طبي عدلي څېړنو په برخه کې کوښښ کړى او نن د دغو اوو مړو د رالېږدولو او کورنيو ته د ورسپارلو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.

خو مستغني زياته کړه چې د يوه کس مړى تر اوسه ورک دى او د پنځو تښتېدلو کسانو د برخليک په اړه هم تر اوسه معلومات نه لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې د بهرنيو چارو وزارت په ايران کې له اړوندو مراجعو غوښتنه کړې چې دا موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړي او له عاملانو سره يې دې قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ١٣ افغانان پخوا د قاچاق وړونکو د بانډ له خوا پر دې ژمنه تېر اېستل شوي چې ګني د ايران له لارې يې اروپايي هېوادونو ته استوي.

د افغانان د هېواد د سرحدي دښتو له لارې د پاکستان د بلوچستان دښتو ته لېږدول شوي او وروسته د ايران خاورې سرحدي سيمو ته رسېدلي او په غرنيو سيمو کې يې څه وخت تېر کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هلته  د باج اخيستو موضوع مطرح وه چې د دواړو خواوو تر منځ د اختلافاتو سبب شوې او افغانانو پر هغو دريو وسله والو بريد کړى او وژلي يې دي  چې د دوى د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي،  وروسته چې  د چاقاق وړونکو مشران له دې موضوع خبر شوي، پر افغانانو يې د بريد په کولو سره اته تنه وژلي او څاه ته يې غورځولي دي، د دې ترڅنګ پنځه نور تښتېدلي او شړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.