ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د صنعتي چارو لپاره اساسي ګامونه نه دي پورته شوي”

د هېواد د صنعتي چارو لپاره اساسي ګامونه نه دي پورته شوي”

author avatar
21 Apr 2015 - 19:37
د هېواد د صنعتي چارو لپاره اساسي ګامونه نه دي پورته شوي”
author avatar
21 Apr 2015 - 19:37

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه): د حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله وايي، چې تر اوسه پورې د هېواد د صنعت برخې لپاره اړين ګامونه نه دي پورته شوي، خو د ملي يووالي حکومت هوډ لري چې د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت څخه په ملاتړ سره په دغه برخه ګې ګام پورته کړي.

د حکومت اجراييه مشر دغه موضوع نن په کابل کې د سوداګرۍ او صنايعو وزير د پېژندنې په مراسمو کې څرګنده کړه.

هغه وويل: " هغه همکاري چې بايد د داخلي صنايعو د هڅولو په برخه کې تر سره شوې وى، نه ده شوې او تر اوسه پورې په خصوصي برخه کې غوښتنه شتون لري او هغه اسانتياوې چې صنعتکاران ورته اړتيا لري، په هغه برخه کې تر اوسه پورې اړين ګامونه نه دي پورته شوي."

عبدالله زياته کړه، که څه هم د ملي يووالي حکومت د دغه وضعيت په اړه خبرې کړې، خو په ياده برخه کې ډېر کار په مخ کې لرو.

د هېواد د صنعت په برخه کې د زېربناو د خدمتونو په وړاندې کولو کې د حکومت کمزوري، داسې مهال څرګنديږي چې پرون په هرات کې لسګونه پانګوالو له توليدي شرکتونو څخه د نه ملاتړ په اعتراض کې په لاريون لاس پورې کړ.

دغو کسانو حکومت په دې تورن کړ، چې په هېواد کې د دوى له پانګونو څخه د نه ملاتړ سربېره په ياده برخه کې خنډونه هم رامنځته کړي او د هغې ځمکې د وېشلو په برخه کې چې د توليدي کارخونو د رامنځته کولو لپاره له دوى سره ژمنه شوې وه، اوسمهال د خپلې ژمنې څو برابره لوړه پرې پلورل کېږي.

 دغه راز تېره اونۍ په کندهار کې هم ورته اعتراض شوى و او د دغه ولايت صنعتکارانو د دوى اړتياو ته د دولت د نه پاملرنې په اعتراض کې د خپلو توليدي کارخونو دروازې وتړلې.

خو اجرايي مشر د هېواد د صنعت برخې ستونزو ته په پام سره د سوداګرۍ او صنايعو نوي وزير ته په خطاب کې وويل: " خلکو او حکومت چې پر تاسو کوم لوى باور وکړ، له تاسو هيله لري چې دوى ته خدمت وکړئ."

د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا هم په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه چې د دغه وزارت کار د ښه والي لپاره به اصلاحي پروګرامونه په پام کې ونيسي.

هغه زياته کړه، چې په دغه وزارت کې به يو کاري ټيم رامنځته او د سوداګرو او صنعت کارانو په مرسته به پروګرامونه تر سره کړي چې پر بنسټ يې خلکو ته ګټه ورسيږي او د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن پکې کم شي.

همايون رسا د هغو ١٦ وزيرانو له ډلې دى، چې دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې له لوري ورته د باور رايه ورکړل شوه، چې نن يادو وزيرانو خپل هېواد او خلکو ته د ريښتوني خدمت په ژمنې کولو سره په ولسمشرۍ رياست کې د لوړې مراسم تر سره کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.