ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسي ځواکونو د داعش د قفقاز امير وژلى

روسي ځواکونو د داعش د قفقاز امير وژلى

author avatar
21 Apr 2015 - 12:08
روسي ځواکونو د داعش د قفقاز امير وژلى
author avatar
21 Apr 2015 - 12:08

کابل (پژواک،د غويي لومړۍ  نېټه ٩٤): د داعش وسله والې ډلې اعلان کړى چې د قفقاز لپاره يې  ټاکل شوى امير د روسي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.

د يادې ډلې له خوا د غويي په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسي ځواکونو له لوري په يوه بريد کې د داعش د قفقاز امير ابومحمد الداغستاني له خپلې مېرمن او دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى په دې وروستيو کې له شام څخه خپلې سيمې ته ستون شوى و او دوه ورځې مخکې د روسي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په سيمه کې د پوځي او سياسي حالاتو کارپوه عنايت الله کاکړ وايي، روسيه په خپل شاوخوا کې د اسلامي وسله والو ډلو او په ځانګړې توګه د داعش د فعاليت په اړه ډېره حساسه او په دې باور ده چې دغه ډله په سيمه کې د روسيې د نفوذ او حاکميت د له منځه وړو لپاره يوه لوېديځي دسيسه ده.

نوموړي زياته کړه: ((روسيه چې وار د مخه له امريکا او اروپا سره د اوکراين پر سر په کړکېچ اخته ده، داسې انګېري چې امريکا او اروپا د دې ډول ډلو د تقويې او حمايې له لارې غواړي چې مرکزي اسيا او قفقاز حوزو ته خپله پښه را وغځوي او دلته د کسپين د تېلو او ګازو حوزه تر خپل پوښښ لاندې راولي.))

کاکړ پژواک اژانس ته وويل، داعش  داسې څه دى چې له راتګ سره سم به يې د مرکزي اسيا کمزوري دولتونه په اتومات ډول کمزوري شي، د قفقاز نيمه خودمختاره روسي مسلمان نشينه سيمې مخکې له مخکې له جګړو کړېدلي او دولتونه يې پر روسيې منحصر دي، د داعش له راتګ سره به دا دولتونه هم کمزوري شي.

هغه وايي، امريکا ته به موقع په لاس ورشي چې د کسپين، قفقاز او مرکزي اسيا له رژيمونو سره د انفرادي امنيتي تړونونو له لارې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه ميدان ته را ودانګي چې دا کار به يې د روسيې نارضايتي راوپاروي او هغه به په سختۍ سره د حالاتو مقابله وکړي.

د کاکړ په خبره: ((زما په ګومان د مرکزي اسيا او قفقاز په حوزه کې د لوبې بساط مخ پر اوښتون دی او روسيه کېدای شي په نږدې وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.))

نوموړي وويل چې د روسيې لپاره دا چانس شته چې د ايران، پاکستان او چين په څېر له هېوادونو سره چې په خپل ذات کې د داعش له وجود سره سخت حساسيت لري، د ګډ کار له لارې د دې ډلې د فعاليتونو مخه ونيسي.

دى وايي: ((افغانستان به چې د داعش د ترانزيټ لارې پر سر پروت دی، په دې تړاو د متوازن موقف د خپلولو له يوه بحران سره مخ وي. روسيه به تر خپله وسه هڅه وکړي چې دغه عناصر او جګړه يې په هره بيه چې وي د افغانستان تر پولو منحصره وساتي؛ ځکه نو روسيه کېدای شي سر له همدا اوسه ان له طالبانو سره د تار غځولو په هڅه کې شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.