ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپاړسو نوو وزيرانو لوړه وکړه

شپاړسو نوو وزيرانو لوړه وکړه

author avatar
21 Apr 2015 - 12:42
شپاړسو نوو وزيرانو لوړه وکړه
author avatar
21 Apr 2015 - 12:42

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): د  کابينې ۱۶ تنو نوو وزيرانو چې له ولسي جرګې يې د باور رايه واخيسته، د ولسمشر محمداشرف غني پر وړاندې لوړه وکړه.

له ارګه د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نويو وزيرانو د لوړې په مراسمو کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شول، د ولسمشرۍ لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم، دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرائيه ريس ډاکتر عبدالله عبدالله او د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان شتون درلود.

سرچينې زياته کړې چې په مراسمو کې د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا، د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فرېدې مومند، د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني، د انرژۍ او اوبو وزير انجنير علي احمد عثماني، د ښار او کور جوړولو چارو وزير سيد سعادت منصور نادري، د کار، ټولنيزو او د شهيدانو او معلولينو چارو  وزيرې نسرين اورياخېل، د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري، د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ډاکټر محمد الله بتاش، د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، د عدليې وزير ډاکټر عبدالبصير انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي، د فوايد عامې وزير انجنير محمود بليغ، د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي او د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد ګلاب منګل د وفادارۍ لوړه وکړه.

 سرچينه کاږي، دغو نوو وزيرانو لوړه وکړه چې د اسلام د سپېڅلي دين د حکمونو حمايت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو رعايت او د اتباعو د حقونو حفاظت، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو د ملي وحدت ساتنه به کوي، په خپلو ټولو اعمالو کې به لوی خدای (ج) حاضر ګڼي او ورسپارل شوې دندې به په  صداقت او رښتينولۍ سرته  رسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د وفادارۍ د لوړې له مراسمو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت د حکومت د کابينې ۱۶ تنو نوو وزيرانو ته د نوو دندو مبارکي وويله او هغوی ته يې هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې د برياليتوب هيله وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.