ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مستغني: د سولې  برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو وخت رارسېدلى

مستغني: د سولې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو وخت رارسېدلى

author avatar
21 Apr 2015 - 18:28
مستغني: د سولې  برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو وخت رارسېدلى
author avatar
21 Apr 2015 - 18:28

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): په داسې حال کې چې يو شمېر سرچينو د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکارۍ  څخه  ناهيلي څرګنده کړې، خو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان تر منځ ګټورې خبرې شوې او په دې اړه د عملي ګامونو پورته کولو وخت رارسېدلى دى.

 د حکومت يوې سرچينې درې ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې افغان حکومت اوسمهال د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکاريو نا هيلى شوى او له وسله والو مخالفينو سره نيول شويو اړيکو کومه پايله نه ده لرلې.

 د سرچينې په وينا، پاکستان وړانديز کړى و، چې د طالبانو استازي به په يوې الوتکې کې کابل ته راوړي او د سولې خبرې به په افغانستان کې تر سره شي، افغان لوري ويلي و چې پاکستان لومړى بايد د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستان بيا تر اوسه پورې دغه کار ته نه دى چمتو شوى او نه يې هم کومه داسې ژمنه کړې چې طالبان به له جګړې لاس واخلي.

 خو د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني نن په يوه خبري ناسته کې وويل، په هغو خبرو کې چې د افغانستان، د سيمې او نړۍ هېوادونو تر منځ شوې؛ په دې اړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سيمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنا ده، ډېر ټينګار شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان ټول دوست هېوادونه د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له روانې لړۍ څو ځلې ملاتړ کړى او د افغان او پاکستان حکومتونو تر منځ تر سره شوو خبرو له امله ډېرې او په لوړه کچه هيلې رامنځته شوې دي.

مستغني وويل: " همدا هيله مندۍ دي چې نن افغان حکومت د عملي ګامونو د پورته کولو انتظار باسي او اوس هم د سولې او ثبات په برخه کې د افغان حکومت له هڅو پاکستان، د سيمې او نړۍ هېوادونه د عملي ګامونو د پورته کولو لپاره هيلې موجودې دي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه چې د سږ کال په مارچ مياشت کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو زمينه برابروي او خبرې به په رسمي ډول پيل شي، خو دا کار نه دى شوى او د دوه مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه پورې د سولې خبرو اترو په اړه کوم ګام نه دى پورته شوى.

 خو د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي: " په تر سره شويو خبرو کې، ټولې ژمنې د بل هر وخت په پرتله توپير لري او اوس نو د سولې په اړه د عملي ګامونو د پورته کولو وخت رارسېدلى او انشاءالله د سولې او پخلاينې په برخو کې به د افغانستان له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو شاهدان واوسو."

 نوموړي په هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې د چين د رول په اړه وويل ، چې چين د سولې د راوستو په برخه کې د افغان حکومت له هلو ځلو په ډېره لوړه کچه ملاتړ کړى او په دې برخه کې ورسره مرسته کوي.

د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ، چې له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې يو څه ښې شوې. د ولسمشر له سفر وروسته د پاکستان د اردو او استخباراتو چارواکو څو ځلې له کابل ليدنه وکړه او افغان حکومت ته يې ډاډ ورکړ چې طالبان به د سولې خبرو اترو ته راکش کړي.

 د بهرنيو ترهګرو د ډېرېدو ډار:

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.