ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناقانونه وسله والو په غور کې درې کسان اعدام کړي

ناقانونه وسله والو په غور کې درې کسان اعدام کړي

author avatar
21 Apr 2015 - 12:44
ناقانونه وسله والو په غور کې درې کسان اعدام کړي
author avatar
21 Apr 2015 - 12:44

فيروزکوه (پژوک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): په غور ولايت کې د دوو ناقانونه وسله والو قوماندانانو له خوا درې کسان د يوې صحرايي محکمې په ترڅ کې ووژل شول.

د غور يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژوک خبري اژانس ته وويل چې دا درې تنه د شهرک د پوهنې امر محمدمحسن د زوى عبدالتواب د وژنې په تور د دوو غير قانوني وسله والو قوماندانانو هر يوه ملا مطصفى حقاني او ملا محمود له خوا جوړې شوې صحرايي محکمې له پرېکړې وروسته د شهرک په کمينج سيمه کې ووژل شول.

سرچينې زياته کړه چې عبدالتواب د شهرک د پوهنې ادارې کارکوونکى و چې تېره اوونۍ د ناپېژاندو وسله والو له خوا په کمينج ساحه کې د خپل خسر له کوره وتښتول شو او کورنۍ يې مړى د جمعې په ورځ ترلاسه کړ.

دې سرچينې زياته کړه چې د شهرک ولسوالۍ د پوهنې د امر د عريضې پر بنسټ ملا مصطفى دوه تنه د دې وژنې په تور ونيول او بيا يې د پوهنې امر او ملا محمود ته وسپارل، په همدې ډول څلور نور کسان هم چې د پوهنې د امر او ځايي قوماندان له خپلوانو دي، ونيول.

د سرچينې په خبره، وروسته د سيمې د عالمانو او دواړو قوماندانانو په ګډون د ټاکل شوي کمېسيون له خوا د نيول شوو له ډلې درې تنه  پر ډزو ووژل شول او درې نور لا هم له هغوى سره بنديان دي.

هغه وويل: ((کله چې د پوهنې د امر زوى ووژل شو، د ولايت له خوا هم يو پلاوى ور واستول شو او تېره ورځ چې ټاکل شوې وه د دې کسانو صحرايي محکمه وشي، سيمې ته ولاړل، خو د شهرک د پوهنې امر ځواب ورکړ او پلاوى بېرته د غور مرکز ته راستون شو.))

سرچينې زياته کړه چې د کمينج ساحه د ملا مصطفى تر کنټرول لاندې ده او تېره ورځ يې مخابراتي شبکه هم په دې ساحه کې پرې کړې وه، خو د دريو تنو له وژلو وروسته بېرته فعاله شوه.

هغه وويل: ((موږ هڅه وکړه چې نيول شوي دولت ته وسپارل شي او په قانوني توکه محاکمه شي، خو دولت له دې دوو قوماندانانو د هغوى د نيولو توان نه درلود.))

يوه ځايي اوسېدونکي هم د نوم نه ښودو په شرط وويل چې دا درې تنه په داسې ځاى کې وژل شوي چې دولتي پوستې هم شته او قوماندان يې د ملا مصطفى ورور دى، خو دولت پرې کنټرول نه لري.

د غور د سرپرست والي وياند عبدالحي خطيبي دا ډول محاکمه په کلکه وغندله او ويې ويل چې که چېرې څوک وژل شوي او يا پر چا ظلم شوى وي، بايد قضيه دولت، عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع او وڅېړل شي.

هغه زياته کړه چې امنيتي چارواکو دوه تنه د شهرک د پوهنې امر د زوى وژلو په تور د ولايت په مرکز کې د پوهنې امر د شکايت له مخې نيولي او اوسمهال تر توقيف لاندې دي.

خطيبي زياته کړه، هغه ساحه چې دا درې تنه په کې وژل شوي، څلور امنيتي پوستې هم په کې شته؛ اما د ملا مصطفى او ملا محمود ځواک ته په پام سره پوليسو د لاسوهنې توان نه درلود، خو هغه په ډاګه کړه چې ددې صحرايي محکمې له عاملانو سره به قانوني چلند وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.