ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ننګرهار د قربانيانو په ياد شمعې بلې شوې

کندهار کې د ننګرهار د قربانيانو په ياد شمعې بلې شوې

author avatar
21 Apr 2015 - 11:21
کندهار کې د ننګرهار د قربانيانو په ياد شمعې بلې شوې
author avatar
21 Apr 2015 - 11:21

کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): تېره شپه د کندهار لسګونو فرهنګيانو او خبريالانو د ننګرهار د وروستي خونړي ځانمرګي بريد د قربانيانو په ياد شمعې بلې کړې او د هغوى ارواوو ته يې دعا وکړه.

په دغه بريد کې چې د وري په ٢٩مه په جلال اباد کې د کابل بانک مخې ته وشو، ٣٥ کسان يې ووژل او ١٢٥ نور يې ټپيان کړل.

د کندهار فرهنګيانو، خبريالانو او مدني فعالانو دغه بريد پر سختو ټکو وغانده او دا يې څرګند وحشت وګاڼه.

هغوى چې تېره شپه د کندهار ښار په عينو مېنه کې سره راغونډ شوي وو، د دې پېښې د قربانيانو اروا ته يې دعا وکړه، ټپيانو ته يې له خدايه روغتيا وغوښته او د هغوى له کورنيو سره يې خواخوږي وښوده.

د کندهار يو مدني فعال جلال الرحمن شرر پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ټولې نړۍ قانون دى چې ان د ځنګل حيواناتو ته هم حساب کېږي او ښکار يې ممنوع دى، خو له بده مرغه په دې وطن کې انسان وژنه ډېره شوې او په دومره بې دردۍ وژل کېږي چې سارى يې نه ليدل کېږي.))

هغه زياته کړه، د ننګرهار خونړۍ پېښه لومړنۍ نه ده، بلکې دلته په وار وار همداسې دردوونکې پېښې شوي او له افغان انسان څخه تل په ډېره بې رحمۍ ژوند اخيستل شوى دى.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د انسان وژنې د دغه بې ساري وحشت پر وړاندې يو موټى شي او هېچا ته اجازه ور نه کړي چې قيمتي ژوند يې له ګواښ سره مخ کړي.

ده وويل، د کندهار ټول اوسېدونکي په دې دردوونکې پېښه خواشيني دي او د ننګرهار د خونړۍ پېښې قربانيانو او زيانمنو شوو ته تسليت وړاندې کوي.

شرر زياته کړه: ((موږ له دې لارې نړۍ ته پيغام ورکوو چې افغان وژنه بس کړي او نور دې خپلې اجنډاوې پر موږ نه پلي کوي، بلکې له موږ سره دې په ژوند کولو او ژوندي پاتې کېدلو کې مرسته وکړي.))

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال وويل چې د ننګرهار غميزې ټول افغان وجود ته لوى درد او غم ورکړى دى.

هغه زياته کړه: ((د کندهار د ځوانانو د ننني مدني حرکت معنا او پيغام دا دى چې په دې جغرافيه کې اوسېدونکي انسانان يو وجود دى او يو له بل سره يې درد شريک دى.))

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې د خپل ملي شعور په بيدارۍ د وژونکو لاسونه لنډ کړي او د دې هېواد د هر وګړي د ژوند په ژغورلو کې ونډه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.