ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ٢١نور يې ټپيان کړي

کندهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ٢١نور يې ټپيان کړي

author avatar
21 Apr 2015 - 08:58
کندهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ٢١نور يې ټپيان کړي
author avatar
21 Apr 2015 - 08:58

دويم تعقيب - کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.

چاودنه نن (د غويي لومړۍ نېټه) د سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ښار د اتمې حوزې په ودانۍ کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت  الله اطرافي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى او ١٠ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې پنځه پوليس او پنځه ملکي وګړي دي.

اطرافي وويل چې پوليسو له بېلابېلو سيمو ترلاسه کړي چاودېدونکي توکي په يوه ډيپو کې ځاى پر ځاى کړي وو.

دى وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې چاودنه د برېښنا د شارتۍ له امله وه که د کوم بل شي، خو په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

له دې مخکې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي خو د امنيت امر دا خبره رد کړه.

د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته دوه جسدونه چې يو د يوې ښځې دى او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې اته پوليس او ٣١ عام وګړي دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى.

د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې د سيمې ګڼ شمېر کورونه يې هم نړولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.