ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغان ځواکونو له قوته د پرځاى استفادې لپاره ښې مشرتابه ته اړتيا ده”

“د افغان ځواکونو له قوته د پرځاى استفادې لپاره ښې مشرتابه ته اړتيا ده”

author avatar
22 Apr 2015 - 19:40
“د افغان ځواکونو له قوته د پرځاى استفادې لپاره ښې مشرتابه ته اړتيا ده”
author avatar
22 Apr 2015 - 19:40

کابل (پژواک ٢ غويى ٩٤): د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د افغان ځواکونو له قوت څخه د پرځاى استفادې لپاره د ښه مشرتابه شتون بنسټيزه اړتيا ده.

د اجرايه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن له اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د کتنې پرمهال کړې دي.

 د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ايف کمپبل ويلي، افغان امنيتي ځواکونو دا توانايي ترلاسه کړې، چې په يواځې ځان د هېواد په ګوټ ګوټ کي د مخالفينو مخه ونيسي، خو په وينا يې، له دې قوت څخه د پر ځای استفادې لپاره د ښې رهبرۍ شتون، اساسي اړتيا ده.

ده زياته کړې، د افغان ملي امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته کول، د مخالفينو له خوا پلان شوي بريدونه، موخې ته له رسېدو وړاندې شنډولى شي.

نوموړى، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د ملي دفاع وزارت لپاره تراوسه پورې کوم وزير نه دى ټاکل شوى.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې افغان ځواکونه به له دې وروسته د مخالفينو پر ضد په لويه کچه محاربوي عمليات پلانوي او د هغوی پټنځايونه به له منځه وړي.

د ده په وينا، امنيتي ځواکونه مسووليت لري، څو د دې خاورې د هر وګړي ساتنه وکړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي.

بايد وويل شي، چې تېره اونۍ (د وري ٢٦مه) هم د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان له اجراييه رييس سره کتلي و او په کې يې څرګنده کړې وه، چې افغان ځواکونه په خپل ځان له مخالفينو سره د جګړې توان لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.