ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د عزم په نوم نوي پسرلني عمليات اعلان کړل

طالبانو د عزم په نوم نوي پسرلني عمليات اعلان کړل

author avatar
22 Apr 2015 - 13:47
طالبانو د عزم په نوم نوي پسرلني عمليات اعلان کړل
author avatar
22 Apr 2015 - 13:47

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٤): وسله والو طالبانو د (عزم) په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو پيلولو اعلان کړى خو د افغانستان حکومت وايي چې ملي دفاعي ځواکونه د وسله والو مخالفينو هر ډول عملياتو شنډولو ته چمتو دي.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ٢مه د پژواک خبري اژانس په ادرس رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات به د راتلونکې جمعې په ورځ د مازديګر په پنځو بجو په ټول هېواد کې پيل شي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې د تېرو ١٣ کلونو خپله جګړه يې بريالۍ ګڼلې او زياته کړې يې ده چې د دوى د جګړو له امله ډېرى بهرني ځواکونه دې ته اړل شول چې له هېواده ووځي.

سرچينې زياته کړې: ((که څه هم بهرنيانو د خپل جنګ فعاليت د پاى ته رسولو اعلان کړى، خو د امنيتي تړون تر عنوان لاندې د افغانستان ځينې برخې او فضا يې تر خپل واک لاندې ساتلي او په ځانګړو حالاتو کې عمليات هم ترسره کوي.))

طالبانو په دې خبرپاڼه کې ويلي چې له هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو تر وتلو پورې به خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.

دوى وايي چې په همدې موخه يې سږ کال د عزم په نوم پسرلني عمليات پيلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو پر مهال به بهرني ځواکونه، د هغوى پوځي اډې او دولتي استخباراتي امنيتي ځواکونه په نښه کوي.

طالبانو خپلو وسله والو ته ويلي چې عمليات په خورا دقت سره ترسره کړي او د ملکي تلفاتو مخنيوى وکړي او که د دوى کوم وسله وال په دغه کار کې ګرم وبلل شو، نو شرعي جزا به ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((طالبان د خپلې همېشنۍ تګلارې له مخې هېڅکله ديني او تعليمي مراکز لکه جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه، همدارنګه صحي مراکز، عامه تاسيسات او عام المنفعه عمراني پروژې خپل هدف نه ګرځوي.))

طالبانو له عامو خلکو غوښتي چې له پوځي مراکزو لرې و اوسي، ځکه د بريدونو پر مهال زيانمن نه شي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت وزيري وايي چې طالبان هر کال دا ډول عمليات په لاره اچوي چې يواځې تبليغاتي بڼه لري او هېڅ شى نه شي لاسته راوړلى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دا ډول عملياتو پيلول يواځې تبليغاتي اړخ لري، خو طالبان هېڅکله د ملکي وګړو له وژلو او د عامه تاسيساتو له ويجاړولو لاس نه اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.