ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ٣٠٠ بستريز روغتون ودانۍ له نهو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې ده

لوګر کې د ٣٠٠ بستريز روغتون ودانۍ له نهو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې ده

author avatar
22 Apr 2015 - 18:24
لوګر کې د ٣٠٠ بستريز روغتون ودانۍ له نهو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې ده
author avatar
22 Apr 2015 - 18:24

پل علم (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د لوګر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې د پاکستان په مرسته د نايب امين  الله خان ٣٠٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې له تېرو نهو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې دي.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې که دا روغتون جوړ شي، نو دوى به کابل ته د ناروغانو له وړلو خلاص شي.

د نايب امين الله خان ٣٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره په ١٣٨٥ کال کې له کابله راغلي پلاوي کېښوده. د لوګر د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې روغتون کابو ٨٠ سلنه بشپړ شوى.

د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد ظريف نايب خېل پژواک ته وويل چې ددې روغتون د جوړېدو لګښت پاکستان پر غاړه اخيستى او ساختماني چارې يې د نفسک په نوم د يوه پاکستاني شرکت له خوا پرمخ وړل کېدې، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د جوړونې کارونه په ټپه ولاړ دي.

نايب خېل زياتوي چې دا موضوع يې څو ځله په کابل کې له مرکزي ادارې او د پاکستان سفارت له چارواکو سره شريکه کړې، خو هغوى په دې اړه هېڅ ګام نه دى پورته کړى.

دا روغتون چې ٢٠ جريبه ځمکه احاطه کوي او په پنځو پوړونو کې جوړېږي، د کابل- ګردېز د لويې لارې ترڅنګ د پل  علم ښار اړوند د پورک په سيمه کې موقعيت لري.

 د لوګر د عامې روغتيا رييس زياته کړه: "دا ٣٠٠ بستريز روغتون د پاکستان په ٣٥ ميليونه ډالره مصرف جوړېږي چې ٢٧ ميليونه يې ساختماني کارونو ته ځانګړي شوي او پر پاتې اتو ميليونو ډالرو ورته روغتيايي وسايل اخيستل کېږي او پيسې يې هم مستقيم هغوى (پاکستان) لګوي."

نايب خېل وويل چې دا روغتون د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، داخلې، ګوش و ګلو، اورتوپيدۍ، ستوماتولوژۍ، د سترګو او عمومي داخلې او نورو برخو لس څانګې لري که فعال شي نو له  لوګر سربېره به د پکتيا او خوست ولايتونو ناروغانو د درملنې ظرفيت هم ولري.

اوسمهال له پل علم سربېره په بره کي برک او محمداغې ولسواليو کې درې  بستر لرونکي روغتونونه فعال دي ، خو د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې له يوې خوا يې د خدماتو کيفيت ټيټ دى او له بلې خوا د ډېرو کمو ناروغانو د درملنې ظرفيت لري.

د پل علم اوسېدونکى اسدالله وايي چې د لوګر ډېر اوسېدونکي د درملنې لپاره کابل او يا هم له هېواده بهر ځي.

اسدالله زياته کړه: "دا د حکومت لپاره د شرم ځای دی چې په نهو کلونو کې يو روغتون نشي جوړولى، په داسې حال کې چې خلک په روغتيايي برخه کې له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي له پژواک سره په خبرو کې وويل، دا چې په نهو کلونو کې يو روغتون نه جوړېږي، دا زموږ د چارواکو په بې کفايتۍ دلالت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.