کلات (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د زابل ولايت لپاره نوي ټاکل شوي امنيه قوماندان د خپل کار د پيل په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې د پوليسو په ليکو کې به موجود فساد له منځه يوسي او پراخ اصلاحات به راولي.
ميرويس نورزي چې څو ورځې وړاندې د زابل لپاره د پوليسو د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوى و، د يو شمېر دولتي چارواکو او سيمه ييزو مشرانو په مخ کې په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه.
نوموړي زياته کړه چې د زابل ولايت په ټولو سيمو کې امنيت راوستل يې لومړيتوب دى تر څو په سيمه کې نورو پرمختيايي کارونو ته هم زمينه برابره شي.
د ده په خبره چې ښوونځي، روغتونونه او ټول د بيارغونې کارونه په امنيت اړه لري او تر څو چې امنيت نه وي نو دا يو کار هم نه کېږي.
ميرويس نورزي وويل، هڅه کوي چې د پوليسو په ليکو کې فساد ختم او له ولس سره خپلې اړيکې نږدې کړي.
پر همدې مهال د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال رازق وويل چې د دولت وسله وال مخالفين خپل فعاليتونه زياتوي او بايد چې امنيتي ځواکونه ورته پوره متوجه وي.
د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين که تر هر نامه لاندې وي خو د پرديو استخباراتو او ګټو لپاره کار کوي.
جنرال رازق زياته کړه ، امنيتي ځواکونه بايد هڅه وکړي چې د ديني مقدساتو او د خلکو د رواجونو په احترام سره امنيتي حالت کنټرول او د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
نوموړي د زابل له قومي مشرانو څخه چې د نوي قوماندان د پېژندلو په مراسمو کې يې برخه درلوده غوښتنه وکړه چې بايد له پوليسو سره خپله همکاري زياته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن