ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: ولس دې د هېواد دښمنانو پر وړاندې ودرېږي

اشرف غني: ولس دې د هېواد دښمنانو پر وړاندې ودرېږي

author avatar
23 Apr 2015 - 20:53
اشرف غني: ولس دې د هېواد دښمنانو پر وړاندې ودرېږي
author avatar
23 Apr 2015 - 20:53

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٤): ولسمشر غني وايي، ولس بايد د ملي اجماع او ملي بسيج له لارې د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، ننګرهار ته د خپل ننني سفر په لړ کې د دغه ولایت له امنیتي چارواکو، د ولایتي شورا له غړو، د ولایتي ادارو له ريیسانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو، د مدني ټولنې له غړو، سوداګرو او د اصنافو له استازو سره په جلا جلا ډول وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ننګرهار امنیتي چارواکو د دغه ولایت د عمومي امنیتي حالت، ننګونو او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر غني ته راپور وړاندې کړ.

سرچينه کاږي، محمد اشرف غني د ننګرهار د امنیتي چارواکو د راپور تر اورېدو وروسته په چارو کې د لازم سمون او ښې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

سرچينه زياتوي، د ننګرهار د ولایتي ادارې ريیسانو، ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل کاري راپورونه وړاندې او په چارو کې موجودې ستونزې یې بیان کړې.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر په اداره کې د اصلاحاتو رامنځته کېدل، یوه مهمه اړتیا وبلله او د ننګرهار خلکو ته د لا ښه خدمت لپاره هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

په خبرپاڼې همداراز راغلي، چې د ننګرهار د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو، د مدني ټولنې غړو، سوداګرو او د اصنافو استازو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د ننګرهار ولایت عمومي حالت او په دغه ولایت کې موجودې ستونزې بیان کړې، د امنیت د ښه والي، د ښې حکومتوالۍ او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره یې ځانګړي پیشنهادونه وړاندې کړل.

دوی د ملي وحدت له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له چارواکو او سیاست والو څخه یې وغوښتل، چې د هېواد په کچه د افغان ولس ستونزو ته په اساسي ډول حل لارې ولټوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې محمد اشرف غني وویل، تر اوسه د ملي وحدت د حکومت ډېر تمرکز پر امنیتي مسئلو او بهرني سیاست و. همدا راز پر اقتصادي او د ښې حکومتوالۍ پر چارو مو هم تمرکز درلود، خو د کابینې په بشپړېدو سره به دغه تمرکز لا نور هم زیات شي.

غني څرګنده کړه، له څو لسیزو څخه چې د ستونزو کوم مېراث موږ ته را پاتې دی، د هغو په اثراتو تاسو ښه پوهېږئ. څه موده وړاندې د افغانستان د ځینو ولایتونو د سقوط تصور کېده او داسې انګېرل کېدله، چې نړۍ به افغانستان یواځې پرېږدي، خو اوس دغه تصور بدلون موندلی، موږ په تېرو شپږو میاشتو کې نړۍ ته قناعت ورکړی دی، چې د افغانستان خلک سوله غواړي، موږ د افغانستان د سقوط تصور باطل ثابت کړ.

ده زیاته کړه، موږ دا ثابته کړه چې هېڅوک نه شي کولای د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.

ولسمشر وايي، موږ په دې باندې کار وکړ، چې په هېواد کې امنیتي حالت نور هم ښه شي، په ورته حال کې په دې باید ځان خبر کړو، چې د جګړې بڼې بدلون موندلی، خو د افغان امنیتي ځواکونو په اتلولیو باندې باید باور ولرو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.