ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ١٨ کسان په اېډز اخته دي

تخار کې ١٨ کسان په اېډز اخته دي

author avatar
23 Apr 2015 - 19:04
تخار کې ١٨ کسان په اېډز اخته دي
author avatar
23 Apr 2015 - 19:04

تالقان (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د تخار د عامې روغتيا رياست وايي، سږکال يې د اېچ آى وي اېډز وژونکې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي، چې له دې سره په دې ولايت کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ١٨ تنو ته ورسېده.

روغتيايي چارواکي اندېښنه ښيي، که په اېډز د اخته کسانو درملنه ونه شي او هغوى ته د دې ناروغۍ د سرايت په اړه پوهاوى ورنه کړل شي، نو ښايي د کورنۍ نور غړي يې پرې اخته شي.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپى وايي، سږکال په دې ولايت کې د اېډز دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې يوه يې د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکى او بله د درقد ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمنه ده.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، په اېډز اخته نارينه څو ورځې وړاندې د تخار په محبس کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو دوى تر اوسه د هغه د کورنۍ په موندلو نه دي بريالي شوي.

ډاکټران د ټولنيزو نادودو له امله په اېډز د اخته ناروغانو هويت نه ډاګه کوي. ساپي وويل، هغه کس چې په زندان کې د اېډز ناروغۍ له امله مړ شوى و، په تاجکستان کې د لواطت او زنا په تور بندي او وروسته افغان حکومت ته وسپارل شو، ترڅو د خپل بند پاتې موده دلته تېره کړي.

د تخار د عامې روغتيا رييس زياته کړه: "موږ د هغه د کورنۍ د نورو غړو په اړه اندېښمن وو، خو کوم ادرسونه چې ناروغ موږ ته راکول، کله به چې زموږ روغتيايي ډلې هلته تللې، نو هغوی د ده له خپلوۍ منکرېدل. ناروغ په مخدره توکو هم روږدی و."

ساپي د د دويمې پېښې په اړه وويل، جې څه موده وړاندې د درقد ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مېرمنه د درملنې لپاره روغتون ته راغلې وه، نو د هغې د وينې له معاينانو څرګنده شوه چې په اېډز اخته ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مېرمنه د څلورو ماشومانو مور ده او هغوى هم د ناروغۍ د سرايت له خطر سره مخ دي.

ده زياته کړه: "موږ هڅه کوو، له نورو کليوالو په پټه د دې کورنۍ غړي هم معاينه کړو."

د تخار د عامې روغتيا رييس وايي، که څه هم تر دې دمه په تخار کې د اېډز د ناروغي د پيدا کېدو لامل معلوم نه دی؛ خو زياتوي چې زياتره اخته کسانو له ايران، تاجکستان، سعودي عربو او نورو ملکونو دا ناروغي له ځان سره را لېږدولې ده.

 اېډز يوه وژونکې ناروغي ده چې د جنسي اړيکې، ککړو پېچکاريو (ستنو) او د سلمانۍ د ککړو ماشينونو پر مټ له اخته کس څخه نورو کسانو ته سرايت کوي. اېچ اى وي داسې ويروس دی، چې ډېره موده په بدن کې پټ وي او نښې ېې ژر نه څرګندېږي.

د تخار د عامې روغتيا رييس په دې ولايت کې د اېډز سرايت له ناورين سره ورته وباله، ځکه چې نه کنټرولېدونکې بې علاجه وژونکې ناروغي ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.