ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ځنګلونو ځمکې غصب شوې

د هلمند د ځنګلونو ځمکې غصب شوې

author avatar
23 Apr 2015 - 13:52
د هلمند د ځنګلونو ځمکې غصب شوې
author avatar
23 Apr 2015 - 13:52

لښکرګاه (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې په تېرو نږدي څلورو لسيزو کې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې ٢٧ زره جريبه طبيعي ځنګلونه له منځه تللي او ځمکې يې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

د هلمند د کرنې رياست سرپرست رفيع الله قلم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هلمند کې د نورو ولايتونو په پرتله ډېر ځنګلونه موجود وو، خو اوسمهال تر ډېره له منځه تللي دي.

هغه د مثال په ډول د لښکرګاه ښار يادونه وکړه چې په څېرمه پرتو سيمو کې يې تر زرو جريبو ډېره ځمکه ځنګلونو پوښلې وو خو اوس يې يواځې ٦٠٠ جريبه پاتې دي او پاتې يې په کرنيزو ځمکو اړول شوي دي.

همداراز د لښکرګاه او مارجې ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي سړک دواړو خواوو ته پر شاوخوا ١٩٥٠٠ جريبه ځمکه ونې او فارمونه وو، خو اوس يې څرک هم نه ليدل کېږي.

د هلمند کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په نادعلي ولسوالۍ کې ٣٢٧٤ جريبه، په خانشين کې ٣٠٥٠ جريبه، په کجکي کې ٣٥ جريبه او په ګرشک ولسوالۍ کې ٣٧ جريبه ځنګلونه د زورواکو له خوا غصب شوي دي.

په نورو ولسواليو کې خلکو پر ځنګلونو خېټه اچولې او ان له محکمې يې د هغې د ملکيت قبالې هم اخيستې دي.

قلم زياته کړه: "اوسمهال د هلمند ځنګلونه د له منځه تلو په حال کې دي، په نشت حساب دي.

زموږ د رياست له خوا ځيني پلانونه شته چې د امنيت په ټينګېدو سره به يې پلي کړو او له منځه تللي ځنګلونه به بېرته له سره ورغوو."

خو نوموړي د دغه کار لپاره د مرکزي اداري پر کلک ملاتړ ټينګار وکړ. قلم وويل د دوى اداره دومره توان نه لري چې د غاصبينو له منګولو دولتي ځمکې را وباسي.

بلخوا د هلمند د چاپېريال ساتنې رييس محمدنبي خان وايي په هلمند کې د ځنګلونو د له منځه وړو لوى لامل د عامو خلکو ناپوهي ده.

نبي خان پژواک ته وويل، که هغه ځنګلونه چې ٥٠ کاله وړاندې په مصنوعي ډول جوړ شوي وو او تر هغه وړاندې په طبيعي ډول موجود وو، اوس هم واى، نو له يوې خوا به يې د هوا د ککړوالي مخه نيولې واى او له بلې خوا به د هلمند طبيعي ښکلا ورسره ډېره وه.

د نوموړي په خبره، که هلمند ډېرې دولتي ځمکې لري، خو هغه ځمکې چې مرطوبې وې او د ځنګلونو لپاره مناسبې دي خلکو غصب کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.