ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يوې مېرمنې خپل خاوند وژلى

غزني کې يوې مېرمنې خپل خاوند وژلى

author avatar
23 Apr 2015 - 16:56
غزني کې يوې مېرمنې خپل خاوند وژلى
author avatar
23 Apr 2015 - 16:56

غزني ښار (پژواک، ۳ غويى ۹۴): په غزني ښار کې يوې ښځې خپل ٥٢ کلن خاوند وژلى او بيا يې په خپل کور کې خښ کړى و.

د ښځې د خاوند مړى د غويي په ٣مه د غزني د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا د غزني ښار اړوند د کډوالو د ښارګوټي په يوه کور کې وموندل شو.

د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې د وژل شوي کس خور عريضه کړې وه چې ورور يې له تېرو دريو مياشتو راهيسې نادرکه شوى دى.

د هغه په وينا، دوى له پوليسو سره يو ځاى پېښه وڅېړله او تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې ياد کس مراد نومېږي او د کورني تاوتريخوالي له امله د خپلې مېرمنې او د هغې د ورور له خوا وژل شوى او د هغه مړى يې د خپل کور په انګړ کې خښ کړى و.

د غزني د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير عبدالقهار پژواک ته وويل چې پوليسو د وژل شوي کس مېرمن نيولې خو د ښځې ورور تر اوسه نه دى نيول شوى.

جنايي مدير وايي، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې، تر څو روښانه شي چې مېرمن يې ولې خپل خاوند وژلى دى.

قهار زياته کړه: ((د خپل خاوند تر وژلو وروسته دغه مېرمن خپل کور په  ١،٩  ميليون  افغانيو پلوري او هڅه يې کوله چې له هېواده ووځي، خو پوليسو تر تېښتې مخکې ونيوله.))

د وژل شوي کس خور بصيره وايي چې وريندار يې له مېړه سره هره ورځ جنګونه کول او څو څو ځلې يې له خاوند څخه د طلاق غوښتنه هم کړې وه، خو هغه ورسره نه و منله.

هغې له دولته وغوښتل چې د ورور قاتلينو ته يې د اعدام سزا ورکړي.

د هغې په وينا، له ورور څخه يې څلور اولادونه پاتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.