ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا: د ټاکنيزو اصلاحاتو بحث بايد عمل ته ووځي

فيفا: د ټاکنيزو اصلاحاتو بحث بايد عمل ته ووځي

author avatar
23 Apr 2015 - 16:49
فيفا: د ټاکنيزو اصلاحاتو بحث بايد عمل ته ووځي
author avatar
23 Apr 2015 - 16:49

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وايي چې د ملي شورا اداري پلاوى بايد د ټاکنيزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو په اړه د حکومت له نوو مشرانو سره خبرې اترې وکړي او د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو د ځنډ سبب او نېټه څرګنده شي.

د ياد بنسټ مشر محمديوسف رشيد نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې ټاکنيز اصلاحات د پارلماني ټاکنو او د هېواد د راتلونکي لپاره مهم دي، خو دغه موضوع د ولسمشر او د حکومت اجرائيه مشر تر منځ په اختلاف بدله شوې چې د اندېښنې وړ ده.

هغه زياته کړه چې د حکومت چارواکي پر ټاکنيزو اصلاحاتو باندې د بحث موضوع بايد له خبرو اترو د عمل ډګر ته وباسي، له هغه پرته د وخت شته ټول فرصتونه له لاسه ووځي چې دا بيا د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هم ستونزې راولاړولى شي او ان د ډيموکراسۍ او ټاکنو راتلونکې له ننګونو سره مخ کولى شي.

د فيفا اجرايي مشر، د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون کار ژر تر ژره پيل کړي، څو کمېسيون خپل رسمي کارونه پيل کړي او خپلې څېړنې، وړانديزونه او پلټنې ترسره کړي او دغه لړۍ بايد اصلاح شي.

رشيد وويل: "ملي شورا کې د ټاکنيزو کمېسيونونو د قانون جوړونې، دندو او واکونو د تعديل موضوع تر بحث لاندې وه، خو پايله يې ونه لرله. له ملي شورا غوښتنه کوو چې په دغه قانون باندې د بحث موضوع نهايي کړي او په دې برخه کې په چټکۍ سره عمل وکړي، څو دغه بحث يوې نتيجې ته ورسېږي."

دغه راز نوموړي څرګنده کړه چې د ملي شورا اداري پلاوى بايد د پارلماني ټاکنو او ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.

هغه زياته کړه چې د هېواد د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې کاري دوره د لړم مياشتې په لومړيو کې پاى ته رسېږي او اړينه ده چې د ولسي جرګې د کار دوام د يوې قانوني کړنې پر بنسټ تعريف شي او د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډ لامل او د ترسره کېدو نېټه څرګنده شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت ويلي چې د ولسي جرګې ټاکنې به له يوه کال ځنډ وروسته ترسره شي.

ورته مهال فيفا خپل يو ٢٨٨ مخه راپور هم چې د ټاکنو لړۍ د اصلاحاتو او ښه والي لپاره د وړانديزونو او د ١٣٩٣ لمريز کال د ټاکنو د معلوماتو ټولګه ده، خپور کړى چې يوه-يوه کاپي يې ولسمشرۍ رياست، اجرائيه رياست او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته هم لېږل شوې ده، څو په ټاکنو اصلاحاتو کې ترې ګټه پورته شي.

د چارواکو په وينا، په دغه راپور کې يې ټول هغه موارد چې تېرې ټاکنې يې له ننګونو او کړکېچ سره مخ کړې، مشخص کړي او د همدې لپاره اصلاحي وړانديزونه هم شوي دي.

د فيفا د پروګرامونو مدير نعيم اصغري وويل چې د فيفا څارنيز راپور له ټولو پړاوونو چې د نوم ليکنې له لړۍ نيولې د تفتيش لړۍ تر پايه پورې، چمتو شوى چې له مخې يې په تېرو ټاکنو کې د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو له لوري په ٣٦ مواردو کې قانون تر پښو لاندې شوى او پر دې سربېره د ټاکنيزو کړنلارو ډېرى موارد د کمېسيونونو له لوري په دغو ټاکنو کې د کمېسيونونو له لوري نقض شوي دي.

هغه زياته کړه: "د دغو نيمګړتياوو د حل لپاره اړينه ده چې په لنډ او اوږدمهال کې په اساسي قانون او ټاکنيزو قوانينو کې اړين اصلاحات رامنځته شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.