ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې ٢٠٠ تنه د عالي نرسېنګ او قابيلګۍ په برخه کې روزل کېږي

مزار کې ٢٠٠ تنه د عالي نرسېنګ او قابيلګۍ په برخه کې روزل کېږي

author avatar
23 Apr 2015 - 18:41
مزار کې ٢٠٠ تنه د عالي نرسېنګ او قابيلګۍ په برخه کې روزل کېږي
author avatar
23 Apr 2015 - 18:41

مزارشريف (پژواک ٣ غويى ۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۲۰۰۰ ځوانانو د عالي نرسېنګ او عالي قابيلګۍ په ازموينه کې برخه واخيسته.

د بلخ ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي، له دغو امتحان ورکوونکو به ۲۰۰ هلکان او نجونې د بلخ ولايت په لرې پرتو سيمو کې د نرسېنګ او قابيلګۍ لپاره په روغتيايي کلينيکونو کې جذبېږي، چې ورسره به روغتيايي چارې ښې شي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع د غويي په ۳مه، د مزارشريف ښار په سينا سټيډيوم کې د يادې ازموينې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ازموينه کې د بلخ ولايت د مرکز، ولسواليو او نږدې ولايتونو د دولسم ټولګيو ۲۰۰۰ فارغينو برخه واخيسته، چې نيمايي يې نجونې دي.

نوموړي زياته کړه، ازموينه د عامې روغتيا، بلخ ولايت مقام، ولايتي شورا او د رسنيو پر وړاندې په روڼتيا اخيستل کېږي، چې هڅه کوي، حق حقدار ته وسپارل شي.

د هغه په وينا، له يادو ګډون کوونکو څخه به ۲۰۰ هلکان او نجونې بريالي شي او د بلخ د عامې روغتيا رياست به يې له درېيو کلونو زده کړو وروسته د دې ولايت په ولسواليو کې په دندو وګوماري.

د مزارشريف ښار اوسېدونکې صابرې پژواک ته وويل، چې له دولسم ټولګي څخه وروسته يې د طب په برخه کې له لوړو زده کړو سره مينه وه، خو دا چې د ځينو ستونزو له امله طب پوهنځي ته بريالۍ نه شوه؛ نو اوس هڅه کوي، چې د يادې ازموينې له لارې عالي قابيلګۍ ته بريالۍ شي.

هغې غوښتنه وکړه، چې په ازموينه کې بايد يواځې د وړتيا او لوړو نومرو په ګټلو بريالي کسان وټاکل شي.

خو د بلخ د عامې روغتيا ريس وويل، دوی به هڅه کوي، چې د ښې وړتيا تر څنګ د لرو پرتو سيمو ګډون کوونکو ته د برياليتوب چانس ډېر ورکړي، چې په خپلو سيمو کې په کار وګومارل شي، ترڅو په خپلو سيمو کې د طبي اسانتياوو په رامنځ ته کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د ده په خبره، دمګړۍ د بلخ ولايت سوېل لور ته په غرييزو ولسواليو او شمال لور ته په ريګستاني ولسواليو کې اوسېدونکي لومړنيو طبي اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال ځينې نرسان او قابيلې د بهرنيو موسسو پر مټ د لوړو معاشونو په بدل کې دغو ولسواليو ته د دندې لپاره ورځي؛ خو که چېرې سبا دغه معاشونه ودرول شي، نو له ستونزو سره به مخامخ شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.