ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اصغر ستانکزی: کپتاني يوه ننګونه ده او له ورسره مخ کېدو يې خوند اخلم

اصغر ستانکزی: کپتاني يوه ننګونه ده او له ورسره مخ کېدو يې خوند اخلم

author avatar
24 Apr 2015 - 15:10
اصغر ستانکزی: کپتاني يوه ننګونه ده او له ورسره مخ کېدو يې خوند اخلم
author avatar
24 Apr 2015 - 15:10

کابل (پژواک، ۴ غويی ۹۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر اصغر ستانکزی وايي چې کپتاني ورته ننګونه ده او ورسره له مخ کېدو يې خوند اخلي.

وروسته له هغه چې د ملي لوبډلې پخواني کپتان نبي عيسی خېل له خپلې دندې استعفا وکړه، د افغانستان کرکټ بورډ اصغر ستانکزی د نوي کپتان او جاوېد احمدي د هغه د مرستيال په توګه وټاکل.

اصغر ستانکزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دی هېڅکله په لويو لوبو کې تر فشار لاندې نه دی راغلی او تل يې د خپلې خوښې لوبه کړې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پخواني کپتان لوبې د لوبډلمشرۍ له امله خرابې شوې وې؟ وويل : ((د کپتان په توګه پر ما فشار نه راځي، کپتاني زما لپاره يوه ننګونه ده او ما ته خوند راکوي چې له چيلېنجونو سره مقابله وکړم.))

هغه د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې ده ته يې د کپتانۍ مسووليت ورکړ او په ډاګه يې کړه چې تر وروستي بريده به هڅه کوي چې په لوبو کې برياوې خپلې کړې.))

نوموړي ملي لوبډلې ته په اشارې وويل چې په لوبډله کې دوو پياوړو کپتانانو، نبي عيسی خېل او نوروز منګل په شتون کې د ده کار اسانه کېږي.

د اصغر ستانکزي په خبره چې دی به د هغو له تجربو او مشورو ګټه پورته کړي.

ده زياته کړه: ((ما تر دې مخکې په يو شمېر کورنيو او بهرنيو سياليو کې کپتاني کړې او ډېرو لوبو کې مې بريا خپله کړې ده.))

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکونکې کمېټې له خوا د لويو وچو جام د څلور ورځنيو سياليو لپاره ۲۱ کسيزه لوبډله هم اعلان شوې چې ټاکل شوې يوه مياشت وروسته افغانستان له سکاټلينډ سره خپله لومړۍ لوبه وکړي.

ستانکزی وايي چې په اعلان شوې لوبډله کې تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او يوه ښه مناسبه لوبډله اعلان شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په اسټراليا کې د کرکټ د نړيوال جام د سياليو پر مهال د ملي لوبډلې لوبغاړو په توپوهنه کې ډېرې ستونزې لرلې او هغه ډول ونه ځلېدل څومره چې ترې تمه کېده.

اصغر وويل چې له نړيوالو روزونکو سره به يو ځای د توپوهنې برخې ته زياته پاملرنه کوي او په دې برخه کې پر يوه ځانګړي پلان کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.