ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د کوهنبد خلک د دوو نامسوولو قوماندانانو ترمنځ له شخړو تر پزې راغلي

د کاپيسا د کوهنبد خلک د دوو نامسوولو قوماندانانو ترمنځ له شخړو تر پزې راغلي

author avatar
24 Apr 2015 - 11:41
د کاپيسا د کوهنبد خلک د دوو نامسوولو قوماندانانو ترمنځ له شخړو تر پزې راغلي
author avatar
24 Apr 2015 - 11:41

محمودراقي (پژواک ٤ غويى ٩٤): د کاپيسا د کوهبند خلک شکايت کوي چې په دې ولسوالۍ کې له کلونو راهيسې د دوو نا مسوولو قوماندانانو ترمنځ جګړې کېږي چې ډېر زيان يې ملکي وګړو ته اوړي.

هغوى د غويي په څلورمه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ياد نا مسوول پخواني قوماندانان ضابط وکيل او ګل نظيم نومېږي چې د جمعيت او حزب اسلامي ګوندونو اړوند دي.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى خالد وايي چې د مخکني ولسمشر حامد کرزې د واکمنۍ له لومړیو کلونو تر اوسه د کوهبند په درنامه سیمه کې د دوو سیمه يیزو پخواني قوماندانو تر منځ هر وخت نښتې رامنځته کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د کوهبند په کومو درو کې چې د یادو قوماندانو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي، ډېر وخت په کې بې ګناه کسان وژل کېږي او ټپیان کېږي، خلک هیله من وو چې حکومت او امنیتي ځواکونه په دې اړه کوم اقدام وکړي، خو تر دې دمه نه د کاپیسا ولایت نه امنیه قوماندانۍ کومه هڅه کړې چې د خلکو ستونزې کمې کړي یا دواړه قوماندانان د قانون منګلو ته وسپاري.))

د کوهبند يو بل اوسېدونکى شین ګل وايي، د کوهنبد په درنامه سيمه کې دغه نامسوول قوماندانان د پوستو تر څنګ سپکې او درنې وسلې هم لري، خو تر اوسه امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي له يادو وسله وال قوماندانانو وسلې ټولې کړي.

هغه پژواک ته وويل چې له نوي امنيه قوماندانه هيله لري چې لومړى دې د کوهبند دې مسئلې ته جدي پام وکړي.

د کاپیسا بل اوسېدونکی خيرالله په دې برخه کې بيا ځیني دولتي چارواکي تورنوي چې په یاده لانجه کې لاس لري او له همدې امله امنیتي چارواکي عملیات نه ترسره کوي

خو د کاپیسا نوى امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالکریم فایق په دې اړه وايي چې په دغه ولايت کې يې له نا مسوولو وسله والو د وسلو راټولولو لپاره ځانګړى پلان جوړ کړى دى.

نوموړي پژواک ته وويل، ده ځينو اړوند امنيتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له نا مسوولو وسله والو د وسلو راټولولو لپاره دغه پلان عملي کړي.

د فايق په خبره: ((په دې اړه ولسمشر د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت يو ګډ پلاوى را استولی تر څو دغه مسئله وڅېړې، زه له هغوی سره په اړیکه کې یم، خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دغه پلاوي تر څېړنو وروسته به زه خپله د هغوى پر وړاندې درېږم، نه یوازې یاد قوماندانان، بلکې د کاپیسا په هره برخه کې که غیرې مسوول وسله وال وي یا کومه ډله، هغوی به د قانون منلګو ته سپارم.))

د یادونې ده، څه موده وړاندې د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ځینو چارواکو تایید کړې وه چې د کوهبند په ولسوالۍ کې د کاپیسا ځیني مشران او دولتي چاروکې ښکېل دي او د دوی د عملیاتو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.