کلات (پژواک، ٤ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د ماين په چاودنه او خپلمنځي جګړه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د غويي په ۴مه پژواک ته وويل چې تېر ماښام په شاه جوی ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د زکوزو په سيمه کې پر سراچه موټر شوې او په کې سپاره درې کسان وژل شوي دي.
د ده په خبره چې د دې پېښې د څېړنې په موخه يې امنيتي ځواکونه سيمې ته لېږلي خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
بلخوا د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د خلکو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد توخي پژواک ته وويل چې تېره شپه د کلات اړوند د باکرزو په سيمه کې د کليوالو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده.
د ده په خبره چې په دې جګړه کې له چړو کار اخيستل شوی او له امله يې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او زياتوي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
د باکرزو کلي يو اوسېدونکی عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې جګړه د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل چې د شخړې ښکېل دواړه لوري د يوه کلي اوسېدونکي دي.
د يادونې ده، نن سهار په کندهار ښار کې هم د ماين چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن