ښرنه (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې د بکخېلو په غير رسمي ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې امنيه قوماندان او ولسوال ټپيان شوي او د امنيتي سرتېرو په ځوابي ډزو کې لس بريدګر وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ سرپرست نثاراحمد عبدالرحيمزي د غويي په پنځمه پژواک ته وويل چې بريد تېره شپه ترسره شوى او بريدکوونکي د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي.
د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې ، په جګړه کې ١٠ طالبان وژل شوي چې د شپږو تنو جسدونه يې تر سهاره په سيمه کې پراته وو او خبريالانو ته وښودل شول.
هغه همداراز وويل چې د بکخېلو امنيه قوماندان او ولسوال هم برسېرن ټپيان شوي، خو بل چاته زيان نه دى رسېدلى.
طالبانو تر دې دمه رسنيو ته په دې اړه څه نه دې ويلي.
دا بريد په داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبانو څو ورځې مخکې اعلان کړى وو چې د جمعې په ورځ به د عزم په نوم خپل پسرلني بريدونه پيلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن