ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې وسله والو يو کيلوګرام سره زر غلا کړي

تخار کې وسله والو يو کيلوګرام سره زر غلا کړي

author avatar
25 Apr 2015 - 15:35
تخار کې وسله والو يو کيلوګرام سره زر غلا کړي
author avatar
25 Apr 2015 - 15:35

تالقان (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې وسله والو په چاه اب ولسوالۍ کې د يوه کان کېدونکي شرکت يو کيلوګرام سره زر غلا کړي دي.

د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورابه په نوم د سرو زرو د کان کيندونکي شرکت  کاريګر په موټر کې سپاره وو، چې تېره شپه په غابورا سيمه کې له پوځي يونيفورم لرونکو څلورو وسله والو غلو سره مخ شول.

هغه وويل چې غلو ددې شرکت يو کيلوګرام سره زر، د شرکت د کارکوونکو ١٢ زره افغانۍ او دوه مبايل ټيلېفونونه ولوټل.

د هغه د معلوماتو له مخې، د نورابې شرکت کارکوونکو غوښتل دا سره زر په موټر کې د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدوي.

امنيتي چارواکي وايي چې ددې غلا د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

د يادونې ده چې د تخار د چاه اب ولسوالۍ په نورابه او سمتي سيمو کې د سرو زرو کانونه شته چې د استخراج چارې يې د "جنرل وسټلېنډ ټريډنګ" په نوم د يوه خصوصي شرکت له خوا په ١٣٨٧ کال کې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.