ميدانښار ( پژواک، ٥ غويى ٩٤) : د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي پېښو پر مهال درې ملکي وګړي او اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
ددغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دايميرداد ولسوالۍ په ميران سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خواد هاوان مرمۍ د توغولو له امله چې پر يوه کور لګېدلې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او ديوه روغتيايي حالت داندېښنې وړ ښودل شوى دى.
همدا راز نوموړى وايي چې په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه د عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي .
خوږياڼى وايي، په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په ده حيات سيمه کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله يې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کې يو يې په حزب اسلامي او بل يې په وسله والو طالبانو پورې اړه لري همدا راز دواړو خوا کې يو،يو وسله وال مخالف ټپي شوی هم دی .
دى وايي، د سيداباد ولسوالۍ په همزه خېلو سيمه کې امنيتي ځواکونو تېره شپه عمليات ترسره کړي،چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او څلور نور ټپيان دي .
وسله والو مخالفينو هم د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو پر مهال د يو شمېر دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن