ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ١٦ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

لغمان کې ١٦ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
25 Apr 2015 - 10:34
لغمان کې ١٦ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
25 Apr 2015 - 10:34

جلال اباد (پژواک، ٥ غويى ٩٤) : چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه توغندويي بريد کې ١٦ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته ددې ولايت د ا لينګار ولسوالۍ د منګو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې  د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوى يو توغندى په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلى چې له امله يې ديوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

د ځواک په وينا، په وژل شويو کسانو کې څلور مېرمنې او يو نارينه دى  او ټپيان ټول ښځې او ماشومان دي.

د والي وياند وايي چې د ټپيانو له ډلې څخه شپږ تنه يې د لغمان د عامې روغتيا په روغتون او ۵ تنه يې د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ياد ټپيان راوړل شوي وو.

هغه زياته کړه، د يو شمېر ټپيانو حالت ښه نه و، هغه يې جلال اباد ته لېږلي او د پاتې نورو درملنه همدلته په لغمان کې کېږي .

د سيد محمد په نامه د الينګار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي وويل چې پرون په سيمه کې جګړه روانه  وه او د جګړې پر مهال يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر کور لګېدلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د الينګار په منګو سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو پر مرکز توغندويي بريد کړى او درې سرتېري يې ټپيان کړي دي.

د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د مخالفو وسله والو دغه غير اسلامي او غير انساني کړنه  په کلکه غندلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.